شنبه , مې 26 2018
کور / خبرونه / افغانستان / د رسنیو راپورونه ښایې چې د فراه ولایت امنیه قومندانۍ هم سقوط شوه

د رسنیو راپورونه ښایې چې د فراه ولایت امنیه قومندانۍ هم سقوط شوه

وسلوالو طالبانو د فراه له ملي امنیت مرکز څخه وروسته امنیه قومندانۍ هم سقوط کړه او امنیتي ځواکونه ترې وتلي دي.

د فراه ولایت څخه سیمئیزې سرچینې دغه خبر داسې مهال ورکوي چې حکومت او طالبانو تر دې مهال د امنیه قومندانۍ په اړه څه ندي ویلي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د ملي امنیت د مرکز د سقوط خبر هم نه مني او وایي چې طالبان ندي توانیدلي چې د دغه ریاست مرکز ونیسي خو وسلوالو طالبانو یوه ویډیو نشر کړې چې د ملي امنیت مرکز دننه یې وسلوال ګرځي.
د فراه ولایت د ولایتي شورا رئیس فرید بختور وایي تر اوسه هیڅ مرستندویه ځواکونه ندي رسیدلي یواځې دلته میشت امنیتي ځواکونه هره شیبه وژل کیږي او طالبان پرمختګ کوي.
بختور داسې مهال د نورو امنیتي ځواکونو د نه ورتګ خبره کوي چې دفاع وزارت ویلي فراه ته یې کمانډویي ځواکونه رسیدلي او طالبان یې په شا تمبولي.
طالبان که څه هم کومه رسنۍ تلویزیون یا رادیو نلري خو اوس په مطبوعاتي ډګر کې له حکومت پیاوړي بلل کیږي هره ګړۍ د فراه ښار دننه یو په بل پسې تازه ویډیوګانې نشروي او هلته د خپل وجود شاهدي ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *