شنبه , مې 26 2018
کور / خبرونه / افغانستان / فراه ولایت کې سرتېري بریدګر کمانډویي عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده

فراه ولایت کې سرتېري بریدګر کمانډویي عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده

شیبه مخکې فراه ولایت ته په ورغلو کومکی کمانډویي عسکرو د وسلوالو له لوري سرتیری برید شوی چې ګڼه مرګ ژوبله یې اړولې.
د فراه ولایت د ولایتي شورا رئیس فرید بختور رویټرز خبري اژانس ته د یاد برید پخلی کړی.
بختور ویلي دغه برید کې ۱۸ تنه کمانډویي عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
همدا راز د ولایتي شورا غړی عبدالناصر فراهي وایي چې په زیاته پیمانه تلفات په یاد برید کې کمانډویي ځواکونو ته رسیدلي.
طالبانو تر دا مهال د یاد سرتیري برید په اړه څه ندي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *