شنبه , مې 26 2018
کور / خبرونه / بين المللي / فیسبوک د خپلو کارنو ۲۹ میلیون پوسټونه لرې کړي

فیسبوک د خپلو کارنو ۲۹ میلیون پوسټونه لرې کړي

فېسبوک وايي د روان کال په لومړيو دريو میاشتو کې يې شاوخوا ۲۹ میلیونه هغه فېسبوک تبصرې یا پوسټونه لرې کړي یا یې خبرداری ور کړی چې د کرکې، تاوتريخوالي، ترهګرۍ او جنسي موضوعاتو په برخه کې يې د دوی قوانین تر پښو لاندې کړي.
دا لومړی ځل دی چې دا شبکه د خپلو قوانینو او اصولو د پلي کولو لپاره د خپلو هڅو معلومات خپروي.
فېسبوک پر مصنوعي ځيرکتياوو کار کوي تر څو د خپلو ۱۵۰۰۰ انساني فېسبوک چلوونکو کار لا غښتلی او خپل قوانين پلي کړي.
فیسبوک د دې موخې لپاره داسې پوستکالي یا سافټویري هڅې کوي چې د دې خواله رسنۍ ناسم کارول به په نښه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *