دوشنبه , جون 25 2018
کور / پښتو ادب / غزل ـــــــ انقلاب دی تر سهاره پېشمنی دی ـــــــ خالد خراساني

غزل ـــــــ انقلاب دی تر سهاره پېشمنی دی ـــــــ خالد خراساني

غزل
ــــــــ

د خان کور کې اختر دی تر سهاره پېشمنی دی
زمونږه څه ساده او سوړ، بېکاره پېشمنی دی

یو مور ته روژه ماتی پروت! د چا په انتظار ده
سرتوره غواړي زوی، پروردګاره! پېشمنی دی

ماښام مو هسې هم د بمبار غږ وي روژه ماتی
لږ تم شه! اوس خو پرېوځه غباره! پېشمنی دی

بېګا مو هم د کلي په ملا باندې چاپه وه
قضا مو د چورلکو له بمباره پېشمنی دی

ماښام شو کډه نغاړئ! چې دستور د انقلاب دی
تیار شئ! د کوچیانو نن په لارہ پېشمنی دی

له کوره مو یو څه خواړه ماښام ځان سره وړي
یو ځای مو نن د ستورو له مدارہ پېشمنی دی

جګېږئ! دی خوراک د ماښامي مو په روانه
کَیمور* د شپې وهل دي، په هواره پېشمنی دی

بچو د قاسم! خور پسې د سند ځنګل نیولی
اوبه، سړه ډوډۍ! یانې په ناره پېشمنی دی

لیلا د خراسان دغه روژې څو ځل پوره کړې
دا بیا د کوم ظالم یرغل لپاره پېشمنی دی؟

ای کاش زما خطا! کږه وږه تندې اخستې
لیلا پریښی زما له انتظاره پېشمنی دی

ملګری دې د وخت د انقلاب روژو وهلی
راجګ یې په ناز ناز کړه په کراره! پېشمنی دی

د ډېرې ستومانۍ له خوبه شپه یوه شېبه ده
روژه مو ماته نه ده او له واره پېشمنی دی

یادونو د ملګرو ته په لوږه شپه شبګیر یم
نور بس که د زړه درده! او پرهاره! پېشمنی دی

منم چې دې حالاتو کې یې شپه او ورځ روژه خو
بیا هم سنت راځه د خالؔد یاره پېشمنی دی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
*د مومندو او باجوړ تر مینځ مشهور لوړ غر چې ملاکنډ، مردان او چارسدې ته هم غځېدلی دی
ــــــــــــــــــــــــ
شاعر خالدؔ خراساني نه په مننې سره!

#ٹرائبل_نیوز کې د “پښتو ادب” اړونده مواد هم خپریږي که تاسو هم د پښتو ادب کې برخه اخلئ نو اړیکه راسره ونیسئ
Tribalnews.net@gmail.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *