دوشنبه , جون 25 2018
کور / پښتو ادب / د ازادخېلو د ادبې جرګې اونیزه آن لاین طرحیه مشاعره (پښتو ادب برخه)

د ازادخېلو د ادبې جرګې اونیزه آن لاین طرحیه مشاعره (پښتو ادب برخه)

تېره شپه د ازاد خېل ادبې جرګې تر سیوري لاندې اونیزه ان لاین طرحیه مشاعره د ازادخېل ادبې جرګې د ټیلي ګرام په ګروپ کې تر سره شوه چې ګڼو شاعرانو پکې ګډون درلود ‘
مونږ یې تاسو ته د ازاخېل ادبي جرګې نه په مننې سره ټکي په ټکي نشروو
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
بسم الله الرحمٰن الرحیم

ګرانو شاعرانو ملګرو!
او د مشاعرې ټولو ګډونوالو!

دا چې د جمعې مبارکه شپه ده او د تېر په څېر د ازاد خېلو د ادبي جرګې لخوا د اوونیزې آنلاین طرحیه مشاعرې وخت رارسېدلی دی
د ټولو شاعرانو ملګرو نه هیله مند یم چې د مشاعرې تر اخره به راسره خپل شیرین بیتونه شریک کړئ او د مینه والو تږي زړونه به خړوب کړئ.
دا چې شعر د انقلابونو کنجي بلل کیږي او په دې وخت کې د ټولې نړۍ د مظلومانو او بیا په تیره تیره د پښتنو په مینځ کې د جداوالي هڅې روانې دي نو پکار ده چې د مسلمانانو او د پښتنو د موجوده حالت د ترجمانۍ لپاره ورته وخت ورکړو او ښه استفاده ترې وکړو.

ټول شاعران ملګري دا ځل د لرې پښتونخوا د وتلي شاعر ډاکټر صیب “اسرار اتل”د غزل په دې مطلع

🌱🌱🌱🌱🌱🌱🌱🌱🌱🌱🌱
راولــئ حــالاتو کې بدلـــون پښتنو چرته یئ
ځئ چې ځو د امن په لټون پښتنو چرته یئ
🌱🌱🌱🌱🌱🌱🌱🌱🌱🌱🌱

باندې خپل بیتونه د قافیه او ردیف سره سم راپېل کړئ ـ

د مشاعرې لپاره په پاکستان کې میشت ملګري د “وي پي این” نه په استفادې سره د ټیلیګرام دغه ګروپ جواین کړئ ↙️
@AdabiJirga
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
اوله برخه:
ــــــــــــــــ
ناصح افغان:
امـــن ســـوله راولئ نظام هــــم اسلامی بــــه شي
ورک کړئ د صلیب دغه قانون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
عاطف لاروـــی:
نور به د نفرت کوهی له یو بل لار کې نه کنو
نور کوو په مېنه کلک تړون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
ابرار اشنا:
راشه ازادۍ راته په خــــــلا شه مرورې نور
ډیر زلـــمي قربان له دې یون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
بلال امرخېل:
څو به وژل کېږئ په جعلي مقابلو د دوی
راولئ حالاتو کې بدلون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
اُلفت جان:
ټول دخدای په دین باندی منګولی خپلې ټینګې کړئ
تل به کامیــاب یاستئ په یو یون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
فاتح:
څه شو هغه خلک چې داعوی به یی هر وخت کړلې
لر او بر کې ختم کړئ بـیلتون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
یاسر شیرازي:
تاسو خو به ډېره د پــــښتو ټیکداري کړله
وا په غرب کې مېشتو د پتلون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
حُسام هاشمي:
بېل يې کړو په مينځ کې ازغن تار يې راته اواهه
بيا يو اتفاق شئ يو تـــــړون پښتنو چـرته يـــئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
صمیم تنها:
راشی لارویو دخوشال او ابدالی بچو
جګ کړئ په نړۍ نوم دپښتون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
شِبِّيْرُأَحْمَدْ أَلْعُثْمَانِيُّ:
نن به ھم پنجاب اوھم دھلی ترقدم لاندی کړو
ھیر شو درنہ ولې خپل پرون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
سعد اتمانخېل:
تور پنجابستان مو تر طورخم رارسېدلی دی
راشئ په اټک د اوښتون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
اُلفت جان:
زموږ په بی وسۍ خلکو د زړه ارمان پوره کړلو
مکړۍ نور له دین نه اوښتون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
صمیم تنها:
ستړی شوم ستومانه زندانونه مې هم ستړي کړه
نه شته هیڅ دمینې روزنتون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
بلال امرخېل:
راشئ د سواتیانو یتیمانو اوښکې وچې کړئ
راشئ د منظور منظور پښتون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
ناصح افغان:
بیا راغی دښمن په ډېر وحشت او بربريت سره
وکړئ قربانۍ ته خپل تړون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
صمیم تنها:
کړی می باور ستا په سپیڅلي مینه ناکه نوم
جوړکړئ په هیواد کې سپین قانون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
ناصح افغان:
ښکلی طالب جان مې له مودو نه درک نه لږي
خلاص مې کړئ له دې ظالم بیلتون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
یاسر شیرازي:
ستا په لر او بره پـــښتونــــــــخوا یې خيټه وکړله
ورک کړئ له دې خاورې مو قارون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
اُلفت جان:
وخت دی دمیړانی شئ راپورته په یوه سلا
جوړ کړئ د میړانې یو مضمون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
مهاجر زاهد ساپي:
تنګ یم د دې چم له بلاګانو مې در وباسئ
چرته یئ د امن د ژوندون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
عاطف لاروـــی:
راشئ ماښامونه جګړه مار له وطن وشړئ
راولئ د امن صــــباوون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
افغان ساحل:
داچې هم یریږي ټول کفار د پښتنو نه تل
ولي نه راځي زمونږ تړون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
بلال احمد څاروان:
بیا د حق پوښتنـه له یو څه خلکو کول غواړي
بیا را ویښول غواړي پښتون پښتو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
حمّاد ماليار:
پرېږدئ د پرديو غلامي، پکې ورک شوي يئ!!
وکړئ د بابـا په لاره يون ، پښتنو چرته يئ

دویمه برخه:
ـــــــــــــــــــ
امتیاز اورکزی:
واړه رابیدار شئ د منظور پښتون یاري وکړئ
تلی مو له لاسه دی ژوندون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
اُلفت جان:
موږ خو ښه په نره د غیرت کتاب لوستلی وو
اوس څه برابـرهپه پښتون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
بلال احمد څاروان:
زه نور په دې ښــار کې اوسېدل یو لــوی عذاب ګڼم
ښه په کې ستـومان یم له ژوندون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
ناصــــــح افغان:
دا د پارلمــــان ډمـــان په مونږه بدمـــاشي کوی
وې نیسئ او غوڅ کړئ ترې لړمون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
حسام هاشمي:
ټوله اسلامــــــــي نړۍ هـــــــم ستاسو انتظار کوي
چيغې کړي سورې وهي مسجون پښتنو چرته يئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
همت اشنا:
دا هېواد مو مینه ده او داهېواد لیلا گڹو
ټول شئ سره یو لکه مجنون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
حمّاد ماليار:
تېر د ننګ تاريخ مو د وياړونو ګواهي کوي
نن څنګه ناکام يئ د پرون پښتنو، چرته يئ!!
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
دوکتور ابو ريّان احــراري:
سم کړئ د ډیورنډ دا کرغېړن تارونه رېز مرېز
مه راولئ خپل منځ کې بېلتون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
بلال احمد څاروان:
ټول عمر همداسې سر ټیټي هم مزه نه کوي
نـــوره ازادي غواړي لټون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
اُلفت جان:
هغه وخت به ښاد شو چې غزا ته د اسلام وځو
ژوند به شي ارام او د ســکون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
امتیاز اورکزی:
دین او په ناموس باندې مو نور پنجابیان لوبې کړي
هلئ نو ننــګ وکــــړئ په پښـــتون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
ملنگ جان:
دا د نفرتونو دوران ختم کړئ ترې وتښتئ
راولئ په منځ کې پیوستون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
عمر اسلام ابادي:
دا چې مو تور مخي کړي د ضم کله ناضم کیسې
وښایئ پرې کلک منفي غبرګون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
همت اشنا:
هلئ لاس په کار شئ اوس اغیار ملک ته راغلی دی
بیابه کڔئ ارمان د نن پرون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
صفت الله حاشر:
زه هغه نقيب يم چې مې وينو رنګ راوړی دی
وا مې خلئ اوس پور په دغه یون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
ناصــــــح افغان:
خوار يمه غریب یمه دا ځکه تل ژړېږمه
ځکه مې سر ایښی په ځنګون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
بلال احمد څاروان:
ولې مو له خولې چیغه د ننګ او غیرت نه وځي
تللي یئ د کوم لور په سمون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
امتیاز اورکزی:
څو به مونږ په خپلو کې یو وران راځۍ چې یو شو ټول
مه کړئ په خپل مینځ کې دا ازمون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
عاطف لاروی:
بیا ابنِ قاسم راځي مغرور وهي مایوس نشئ
بیا به مو شي زړونو ته ســکون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
سعد اتمانخېل:
خپل حق له زور واکو د نېزو په څوکو وغواړئ
ووځئ د خپل حق په لټون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
حمّاد ماليار:
اوښـکې د مظـلـومـو د مـرغانو پشان الوځي
ګرځي هر خوا ستاسې په لټون، پښتنو چرته يئ!!
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
افغان ساحل:
ډېره موده وکړو پنجابي په پښتنو ظلم
ووځئ له ھر کور یو پښتون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
یاسر شیرازي:
وښایئ دې لر او بر ظالم ته د خالد توره
راولئ په ځان کې لږ جنون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
عبداللہ مومند:
ماتې د وحشت تورې تیارې کړئ په ھر لور باندې
راولئ رڼا دہ سباؤن پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
کَلـِیم حِــجَازي:
تاخو به دنیا ته ورکولو توریالی سبق
ستا دپلار شاګرد وو افلاطون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
ناصــــــح افغان:
هره ورځ بمبار او د چورلکو اوازونه وي
نوره مزه نه کړي دا ژوندون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
ملنگ جان:
توره د احمد او د اکبر را ایستل غواري نور
دلته بدماشي کړي دا ملعون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
صفت الله حاشر:
نن می روژه ماتی په کاوه او په لوبيا وکه.
پاتې شو په قاب کې یو پتون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
مزمل احمدزی:
چيغې د بلبلو شين ګودر زيړ مازديګر به وو
راوړئ هاغه مينه او سکون پښتنو چرته يئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
عمار :
وګورہ تاریخ دې د نیکونو حق حیران به شې
ځکه درته نه وایم پښتون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
امتیاز اورکزی:
پېغلې په کـــورنو کې ځوانان په سنګرونو کې
یاد کړئ په دعاوو کې مسجون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•

دریمه برخه:
ـــــــــــــــــــ
صفت اللہ حاشر:
تاسو د منظور په شانته ښکلي شا زلمي لرئ
چېغه کړئ او وغواړئ بدلون پشتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
بلال احمد څاروان:
تل خــو په یو حال پاتې کېـــدو ګـــذاره نه کېږي
ژوند غواړي لږ څه نا څه بدلون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
اَبرارُالحَسَن:
بیا چې د احرار شازلمو سمې غرونه اور کړلې
د ابن قاسم په لار دی یون پښتنو چرته یۍ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
صفت اللہ حاشر:
ما ډیرې لیدلې اوریدلې دي د عشق کیسې
ټولو کې ختلي د بیلتون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
همت اشنا:
جوڔه فدایې پشان کڔئ کلکه عقیده ورونو
وار د موټر بم کڔئ په ملعون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
اَبرارُالحَسَن:
دا چُپه چُپتیا او روغه جوړه به مو خلاص نکړي
وښایۍ دښمن ته لږ جنون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
ناصــــــح افغان:
واخـــــــلئ انتــــقام مو نور د غرب دغــــــلامانو نه
جګ یې په بوشکه کړئ په ژوندون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
عمر اسلام ابادي:
شومه یې چې نکړئ خارداري او دا تارونه یې
ورکه مو پښتو به کړي او شتون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
بلال احمد څاروان:
راشئ د اقصٰی غچ اخیستــلو ته لښکــر لښکــر
راشئ یو ځل بیا وکړئ پاڅون پښتنو چېرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
مزمل احمدزی:
تاسو چې د پيو ډک جامونه په ســــــــر اړول
غواړي مو ليلی مجنون مجنون پښتنو چرته يئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
امتیاز اورکزے:
ځئ چې عهد وکړو او دا تور پنجابی ورک کړو زر
په لاره د قاسم د زوی کړو یون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
همت اشنا:
ور کړئ خپل هېواد ته خپله وېنه مېنه دواړه مو
جوړ اصلي بچي شئ د پښتون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
عاطف لاروی:
ځئ چې د اټک په ښار دا خړې شملې جګې کړو
بیا لکه ګلان به شو زرغــــــــون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
مین اف فریډم:
بیا لکه مغل مو په کابل باندې یرغل کړی
بیا دی د خوشحال سره پاڅون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
عبداللہ مومند:
تورې بلاګانې مو راغلې په انګړ د کور
ماتې یې رمې کړلي هم شپون پښتنو چرته يئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
همت اشنا:
راشئ چې یو موټی یو قوت شو د اغیار خلاف
مه کوئ دا هره ورځ لاریون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
بلال احمد څاروان:
ستاسو په کې هغه پخوانۍ غوندې مزه نه وه
دار تـه هــرکلی کېده پـرون پښتنو چېرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
وصال آفریدی:
راشئ خـــوشال خان بابا په قبر کې خوشاله کړو
نکړو غلامي به په ژوندون پښتنو چرته يئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
امتیاز اورکزے:
شمار د هند غازیان شئ او احرار سره بیعت وکړئ
اوکــــړئ پکې ټول په ټول ګډون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
عبداللہ مومند:
ځئ چې سرہ یو شو اتفاق شو د پنجاب خلاف
خدای لپاره وکړئ یو تړون پښتنو چرته يئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
عاطف لاروی:
تُوره او لینده ټوپک به هم واخلئ که ژوند غواړئ
کار نه شي په هـسې تش لاریـون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
طارق یوسف زئی:
لږه توره وکړئ پښتنو بس لوبه ختمه ده
اوهئ څپېړه باندې ورون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
یاسر شیرازي:
خدایګو طرحیه مـــــشاعره ډېره مزه کوي
بله جمعه هم وکړئ ګډون پښتنو چرته یئ
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•

.ګرانو شاعرانو ملګرو!
او د ننۍ مشاعرې ګډونوالو پښتنو ورونو!

دا چې د طرحیه مشاعرې وخت پای ته رسېدلی دی
د ټولو شاعرانو او نورو ګډونوالو څخه دزړه له تله مننه کوو چې په مشاعره کې مو راسره ګډون وکړ.
الله دې په ټوله نړۍ کې د مظلومو مسلمانانو مل شي او الله دې خواره واره شوي پښتانه په یوه ټغر سره راټول کړي.آمین
د ټولو ملګرو د زړونو د نیکو ارمانونو لپاره لاس په دعاء یو الله مو خوشاله او تروتازه لره

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَّ عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَّ عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد

والسلام علیکم ورحمةالله وبرکاته

ستاسو کشر
یاسر شیرازي
د اونیزې آن لاین طرحیه مشاعرې
کوربه
د جمعې مبارکې شپه
/۲۵/۵/۲۰۱۸ـ۲۴م
•═༻༺═• ❀❀ •═༻༺═•
زمونږ سره ملګري شئ↙️↙️
╭•┅═══❁✿✿❁═══┅•╮
@Ghazal_Garden ـ غزل بڼ ـــــ
@AdabiJirga ـــ ا دبي جرګه ــــــ
╰•┅═══❁✿✿❁═══┅•╯

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
#ٹرائبل_نیوز کې د “پښتو ادب” اړونده مواد هم خپریږي که تاسو هم د پښتو ادب کې برخه اخلئ نو اړیکه راسره ونیسئ
Tribalnews.net@gmail.com
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *