دوشنبه , جون 25 2018
کور / خبرونه / پاکستان سفیر وایي د ډیورنډ نامنلې کرښه دې افغان حکومت په رسمیت وپیژني

پاکستان سفیر وایي د ډیورنډ نامنلې کرښه دې افغان حکومت په رسمیت وپیژني

کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان له دېپلومات رسنۍ سره یوه مرکه کې د افغانستان او پاکستان په اړیکو غږېدلی دی.
هغه ویلي چې د دواړو هېوادونو تر منځ به اړیکې ښې شې ځکه د افغان لوري له خوا په دې اړه چمتووالی ښودل شوی دی. د نصرالله خان په خبره چې دغه چمتووالی هر وخت زموږ له لوري و، خو اوس افغان لوري هم څرګند کړی دی.
سفیر ویلي چې کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر په سفر کې د افغانستان او پاکستان د سولې عملي پلان ومنل شو. د دغه پلان له مخې، د سیاسي او دېپلوماتیکو اړیکو، کډوالو، پوځ، استخباراتو، د پولې (ډیورنډ کرښې) د ادارې او اقتصاد په اړه به پنځه کاري ګروپونه جوړېږي.
د سفیر په وینا هوکړه شوې چې د تور لګولو لوبه به نه وي. “دا هم منل شوې چې دواړه هېوادونه به درېیم هېواد یا ډلې ته اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د یوه بل پر ضد وکاروي”.
د پاکستان له لوري پر کرښه د اغزن تار لګولو په اړه د پوښتنې په ځواب کې سفیر ویلي چې افغان حکومت د دغه کار مخالف نه دی. “زه فکر کوم چې د پاکستان او افغانستان اړیکو کې ستونزه د پولې رسمي پېژندل دي”. هغه له افغانستانه غوښتي چې دغه کرښه په رسمیت وپېژني. د هغه په وینا دا په نړیواله کچه منل شوې او دا ستونزه باید نوره حل شي.
پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه پاکستاني سفیر وویل چې د دوی باعزته بېرته تګ غواړو. هغه ویلي چې نږدې درې میلیونه راجستر او ناراجستر افغان کډوال پاکستان کې مېشت دي.
سفیر Maija Liuhto ته ویلي چې موږ طالبانو ته د افغان حکومت د سولې د وړاندې شوې طرحې ملاتړ کوو.
نصرالله خان له افغان رسنیو شکایت کړی چې د دوی فعالیتونو ته انعکاس نه ورکوي. هغه ویلي کله چې له کوم وزیر یا کوم بل مهم شخص سره ګورم، نو ورځپاڼې یې نه را اخلي. هغه ویلي، د ولسمشرۍ په وېبپاڼه کې ان د لومړي وزیر د سفر یادونه نه ده شوې.
پاکستاني سفیر له افغانستان سره د شویو مرستو یادونه هم کړې چې د نورو تر څنګ یې افغان زده کوونکو ته سکالرشېپونه ورکول یاد کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *