دوشنبه , جون 25 2018
کور / خبرونه / افغان حکومت د اسلام اباد د قبایلې سیمو پریکړه وغندله

افغان حکومت د اسلام اباد د قبایلې سیمو پریکړه وغندله

افغان حکومت د خیبرپښتونخوا ایالت سره د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پرتو قبایلي سیمو د ادغام په اړه د پاکستان د مرکزي پارلمان پریکړه یوه اړخیزه پریکړه ګڼلې او وايي، چې په دې اړه ورسره مشوره هم نه ده شوې. د افغانستان د سرحدونو او قبایلو د چارو د وزارت معین محمد یعقوب احمدزي په قول راغلي چې د برتانوي هند سره د افغانستان د شوې موافقې له مخې باید د دغو سیمو په اړه د هرې پریکړې په باب له افغان حکومت سره مشوره وشي. ښاغلي احمدزي وویل ” متاسفانه د پاکستان دا پریکړه یوه اړخیزه او حتی، چې د قبایلي سیمو اوسیدونکو ته، چې په اوو اجنسیو کې ژوند کوي هم د منلو نه ده”. ښاغلي احمدزي وویل، چې د پاکستان د پارلمان دې پریکړې سره د پوښتنو یو شمیر مطرحو سیاسي ډلو هم کلک مخالفت ښودلی دی. هغه وویل، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت به ژر په دې اړه یوه اعلامیه هم خپره کړي. د پنجشنبې په ورځ د پاکستان مرکزي پارلمان ” قومي اسمبلۍ “په یو بې ساري اقدام کې د خیبر پښتنخوا په ایالت کې د قبایلي سیمو (فاټا) د ادغامولو قانوني مسوده منظوره کړه. د دې مسودې پر اساس به د فدرالي نظام لاندې سیمې، چې د (فاټا) په نوم یادیږي، د پاکستان په حکومتي نظام کې شاملې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *