دوشنبه , جون 25 2018
کور / خبرونه / قبایلې سیمې پښتونخوا کې ورګډول به پاکستان ته په ستر درد سر بدل شي

قبایلې سیمې پښتونخوا کې ورګډول به پاکستان ته په ستر درد سر بدل شي

له خیبر پښتونخوا سره د فاټا یا قبایلي سیمو یو ځای کول به خطرناکې پایلې ولري. د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي پاکستاني حکومت له ټولپوښتنې پرته قبایلي سیمې له خیبر پښتونخوا سره یو ځای کړې دي. دده په وینا په پارلمان کې ډېری ګوندونو داسې کار په یوه دقیقه کې فیصله کړی چې له سلو کلونو راهیسې ورباندې جنجال و او دغه مسئله به پاکستان ته په ستر درد سر بدله شي. د اڅکزي په خبره ډېری ګوندونو له ډېر فکر او دقت پرته دغه پرېکړه کړې ده او خلکو ته د منلو نه ده. هغه ویلي چې جمعیت علما اسلام او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پاکستان ددغه کار مخالفت کوي. د پاکستان پارلمان د رایو په اکثریت پرېکړه وکړه، چې قبایلي سیمې به د خیبر پښتونخوا له حکومت سره یو ځای کېږي. دغه سیمې د هوکړو له مخې ازادې وې، خو پاکستان د قانون پر خلاف ګام اوچت کړی دی. د افغانستان حکومت هم د خلکو له نظر او رایې پرته له خیبر پښتونخوا سره ددوی یو ځای کول غیر قانوني او د نه منلو وړ اقدام بللی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *