دوشنبه , جون 25 2018
کور / خبرونه / بين المللي / په افغانستان کې امریکا د ۱۷ کلنې جګړې وروسته بیا هم ناکامه ده

په افغانستان کې امریکا د ۱۷ کلنې جګړې وروسته بیا هم ناکامه ده

افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي څارونکی یا سیګار وایي له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان نا امنه سیمو کې د جنګ ارامولو لپاره د امریکا ټولې هڅې ناکامې دي.

د سیګار نوی راپور چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی پکې ویل شوي چې امريکا د تېرو ١٧ کلونو په اوږدو کې د افغانستان ځينو سيمو ته د ثبات راوستو لپاره ميلياردونه ډالر ضايعې کړي. د سيګار په وينا افغانستان کې ناسمې تګلارې د دغو ميلياردو ډالرو د بې ځايه لګېدو لامل شوې.
رپوټ وايي له وسله والو پاکو شويو سيمو د بيا رغونې او ټيکاومنولو لپاره امريکايي چارواکو په تېرو ١٧ کلونو کې ٧.٤ ميليارد ډالر لګولي چې په وينا يې هېڅ پايله يې نه ده لرلې.

رپوټ زياتوي د دغو پيسو يوه برخه د فاسدو چارواکو لاس ته ورغلې ده او نوره په داسې پروژو لګیدلې ده چې هیڅ ګټه یې نشته.

راپور کې دا هم ویل شوي چې پر افغانستان د امریکایی ځواکونو بمبارې زیاته شوې ده،د امنیتي ځواکونو شمیر کم شوی او د ۴۵ سلنه سرتیرو د وینې ګروپ هم معلوم نه دی.

راپور کې ویل شوي چې امریکا له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان نا امنو سیمو امنیت خوندي کولو کې تر زیات فشار لاندې وه، له همدې امله یې دې موخې ته د رسیدو لپاره یې زیاتي پیسې په افغانستان کې ولګولې، په داسې حال کې چې افغانستان دغو پیسو جذبولو لپاره چمتوالی او ظرفیت نه درلود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *