یکشنبه , جون 24 2018
کور / خبرونه / افغانستان / دمګړی افغانستان کې ۷۷ زره او پنځه سوه ترهګر په جګړه ییزو فعالیتونو بوخت دي

دمګړی افغانستان کې ۷۷ زره او پنځه سوه ترهګر په جګړه ییزو فعالیتونو بوخت دي

د افغانستان د ملي پوځ چارواکي وايي د څېړنو له مخې ثابته شوې چې په افغانستان کې ۷۷ زره ترهګر جګړه کوي او له دې ډلې یوازې درې زره یې داعشیان او پاتې نورې ډلې دي. د ملي دفاع وزارت د پوځې روزنې قومندان لعل جان ظهیر وايي په افغانستان کې دمګړی ۷۷ زره او پنځه سوه ترهګر په جګړه ییزو فعالیتونو بوخت دي، چې له دې ډلې ۳ زره یې داعشیان او ټول ټال پڼځه زره پکې بهرنیان دي. هغه زیاته کړې چې یاد کسان په پاشلې توګه د افغانستان د سولې او ثبات د له منځه وړلو لپاره جګړه کوي. د ظهیر په خبره افغان ځواکونه په دې برلاسي کېږي چې ترهګرې ډلې له خپلې خاورې ورکې کړي نو له همدې امله ملي دفاع وزارت محلي پوځ هم جوړ کړی دی. محلي پوځ د افغان ځواکونو په چوکاټ کې جوړ شوی دی او ددغه پوځ مسوولیت دا دی، چې له طالبانو نیول شوې سیمې وساتي او ددوی د بیا راګرځېدو مخه ونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *