یکشنبه , جون 24 2018
کور / خبرونه / افغانستان / دکابل – بامیان لویه لار د ناامنیو له امله تړل شوې ده

دکابل – بامیان لویه لار د ناامنیو له امله تړل شوې ده

د میدان وردګو ولایت ځايي سرچینو تایید کړې، چې د جلرېز ولسوالۍ د اسماعیل خېلو په سيمه کې د یوې امنیتي پوستې له سقوط وروسته د کابل ــ بامیانو لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده. د کابل ـ بامیان د لويي لارې موټر چلوونکي وایي، د میدان وردګو د جلرېز په ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د سختې نښتې له امله د کابل ـ بامیانو لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې شوې ده. د ميدان وردګو د والي مرستيال ډاکټر محمد امین مبلغ وويل، له بده مرغه چې طالبانو د دولت له لوري اوربند ته پاملرنه ونه کړه او تېره ورځ یې په جلرېز ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو برید وکړ او جګړه تر اوسه دوام لري. دی زیاتوي چې د جلرېز ولسوالۍ د اسماعیل خېلو په سیمه کې طالبانو یوه امنیتي پوسته نیولې، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې تر دې مهاله کره معلومات نه لري. باید وويل شي چې د کابل ـ بامیانو لویه لار چې د جلرېز له ولسوالۍ څخه تېرېږی، تل ناامنه وي او په دغه لویه لار ان وسله وال طالبان موټر تلاشي کوي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *