یکشنبه , جون 24 2018
کور / خبرونه / بين المللي / د امریکایي ډالرو په مقابل کې د پاکستاني کلدارو تاریخ

د امریکایي ډالرو په مقابل کې د پاکستاني کلدارو تاریخ

په پاکستان کې د امریکایي ډالر په مقابل کې دپاکستاني روپۍ ارزښت دتاریخ تر ټولې لاندې کچې ته راغلی اؤ سه شنبې په ورځ دپاکستان په بانکونو کې یو امریکایي ډالر په ۱۲۱.۵۰ روپو تبادله شوی دی.

دپېسو کاروباریان یا صرافان وایي د تیرو دوؤ ورځو په مهال پاکستان کې امریکایي ډالر پینځه روپۍ اؤ ۸۸پیسې ختلی ؤ خو نو نور هم یوه روپۍ اؤ ۶۶پیسې وختلو.

د پاکستان په تاریخ کې دالمړی ځل دی چې دپاکستاني روپو په مقابل کې ډالر دومره لوړې کچې ته ختلی دی.

اقتصاد پوهان وایي د امریکایي ډالر په مقابله کې دپاکستاني روپۍ د ارزښت غورځیدو عمده علت ددغه هیواد دننه په برامداتو کې پرله پسې کمښت دی.

دنواز شریف په تیر حکومت کې د ډالر نرخ د ۱۰۸څخه ۱۱۴ روپو ته لوړ کړل شوی ؤ چې په ظاهره ددې ګام مقصد برامداتو کې زیاتوالی اؤ د پورونو وروکوونکو نړیوالو مالیاتي ادارو غوښتنو یا فشار ته غاړه ایښودل وؤ.

اقتصادي راپورونه وایي پاکستان دا مهال د زرمبادلې د۱۰اربو ډالرو شاوخوا پنګې لري چې په دې کې ورته په روانه میاشت کې د درې نیمو نه نیولې تر څلور اربه ډالره بهرنیو پورونو کې ورکول دي.

دیوې اندازې له مخې په دپاکستاني روپیو په عام مارکیټ کې د ورځې د۱۰ؤ کروړو ډالرو ورکړه راکړه کیږي چې دې دپاکستان روپۍ دفشار لاندې ساتلې ده.

دپاکستان دخزانې پخواني وزیر شوکت ترین وایي دپخوانی حکومت لخوا د پورونو اخستل اؤ د روپۍ ارزښت ته دمصنوعي اډاڼې ورکولو تګلاره د پاکستاني روپۍ ارزښت کې د کمي تر ټولو ستر علت بولي.

امریکا غږ سره خبرو کې هغه ویلي که چرې حکومت روپۍ ته مصنوعي اډاڼه نه وه ورکړې اؤ ټولې چارې یې اسټیټ بانک تر پرېښې وې نو نن به حالات دې ډګر ته نه رسیدل.

اقتصاد پوهان وایي چې د روپۍ په ارزښت کې د کمي له امله به په پاکستان د نړیوالې مالیاتي‌ ادارې ایي ایم ایف، نړیوال بانک اؤ نورو بهرنیو پورونو کې سمدستي زیاتوالی وشي، هیواد کې به ګراني سیوا د بهرنیو هیواوونو څخه د راغوښتونکو شیانو نرخونه به نیغ په نیغه سیوا شي چې ددې زور به په عامو وګړو راځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *