یکشنبه , جون 24 2018
کور / خبرونه / افغانستان / په هرات کې وسله والو طالبانو ته اجازه ورکړل شوې چې د خپلو کورنیو لیدلو ته ورشي

په هرات کې وسله والو طالبانو ته اجازه ورکړل شوې چې د خپلو کورنیو لیدلو ته ورشي

په هرات کې وسله والو طالبانو ته اجازه ورکړل شوې چې د خپلو کورنیو لیدلو ته ورشي. د هرات امنیتي چارواکي وایي هغو وسله والو طالبانو ته د اوربند په اوږدو کې د خپلو کورنیو د لیدو اجازه ورکوي چې له وسلې پرته د دولت سیمې ته د ننه کېږي. د هرات امنیه قومندان جنرال امین الله امرخېل وايي، طالبانو ته اجازه ده، چې د هرات په ښار او نورو ددولت تر نفوذ لاندې سیمو ته لاړ شي او خپلې کورنۍ وویني. دده په وینا شرط دا دی، چې طالبان به له وسلې پرته ورځي او خلکو ته به اندېښنې نه پیدا کوي. نوموړي همدا راز ویلي، چې د اوربند له پیل وروسته به پر طالبانو هېڅ ډول بریدونه نه کوي خو که مقابل لوری برید ورباندې وکړي نو دفاع به یې کوي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد هم وايي، چې افغان ځواکونه د اوربند په موده کې د تیارسی په حال کې دي او د احتمالي خطرونو د له منځه وړلو هڅه کوي. هغه ویلي په دې موده کې پر طالبانو هېڅ ډول تهاجمي بریدونه نه کېږي. ولسمشر څو ورځې وړاندې له طالبانو سره اوربند اعلان کړ او دغه اوربند د حکومت لخوا سر له نن او د طالبانو لخوا د اختر له لومړۍ ورځې پلی کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *