یکشنبه , جون 24 2018
کور / خبرونه / د پښتون زغورنې غورځنګ د مشرانو قضیه وڅېړل شوه

د پښتون زغورنې غورځنګ د مشرانو قضیه وڅېړل شوه

د پاکستان د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د بندي غړیو مقدمه نن چارشنبه د اسلام اباد یوه ځايي عدالت په خپله اورونه کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وسپارله.

د کېس اورونې پر مهال د جج وینا وه چې دغه نیول شوي کسان یې په عدالتي حدودو کې نه راځي نو ځکه یې د ترهګرۍ ضد عدالت ته لېږي.

د نیول شویو سیاسي فعالانو وکیل اقبال لالا له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ترهګرۍ شق له لګولو سره اوس د ده د موکلانو راپرېښودل ګرانه شوه او ښايي چې اختر یې هم په زندان کې تېر شي. د نوموړي په وینا، په پاکستان کې تر اوسه داسې هېڅ مثال نه ویني چې یو کس دې تش په احتجاج یا مظاهره د ترهګرۍ ضد عدالت ته ولېږل شي.

وکیل اقبال لالا وايي چې دی به د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس ته د دغه ناانصافۍ خلاف یو لیک استولی چې د اسلام اباد های کورټ جج ولې د ده پر موکلانو د ترهګرۍ شق مقدمه ولګوله او د هغه دلیل څه وو؟ نو د وکیل اقبال لالا ځواب وو چې جج ویل دغه طالبعلمانو د پوځ خلاف نارې وهلې دي.

د زده کوونکیو وکیل وايي چې د ترهګرۍ شق مقدمه پر هغه چا لګول کېږي چې بمونه یې الوزولي وي، په ټوپک یا نورو وسلو یې ډزې کړې وي، خلک یې په ترهګرۍ کې وژلي وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *