یکشنبه , جون 24 2018
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

ننګرهار کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

د ننګرهار چارواکي وایي، په جلال اباد ښار کې د یوه ماین د چاودنې له کبله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، دا چاودنه نن سهار شاوخوا ۶ بجې د دوهمې ناحیې د اهنګرانو په سیمه کې شوې ده چې په وینا یې په قربانیانو کې ماشومان هم شامل دي:

“د دې چاودنې په نتیجه کې یو ۱۰ کلن هلک وژل شوی او ۷ نور ملکي وګړي ټپیان دي چې په ټپیانو کې هم څلور ماشومان شامل دي. د ټپیانو روغتیایې حالت د ډاډ وړ دی.”

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *