یکشنبه , جون 24 2018
کور / خبرونه / بين المللي / نیو یارک: نړیوال سوداګریز مرکز شپاړس کاله وروسته پرانسېتل شو

نیو یارک: نړیوال سوداګریز مرکز شپاړس کاله وروسته پرانسېتل شو

د امریکا وتلي سوداګریز ښار نیو یارک کې نړیوال سوداګریز مرکز شپاړس کاله وروسته پرانېستل شو. دا مرکز په نړیوال سوداګریز مرکز درې باندې هم مشهور دی.
د رسنیو د راپورونو له مخې دا له هغو اسمان څکو ودانیو څخه یوه ده چې د ۲۰۰۱ ز کال د سپتمبر د یوولسمې په بریدونو کې ویجاړه شوې وه. په دغه ورځ یوه الوتکه له دغې ودانۍ سره ووهل شوه چې ویل کېږي، ۲۷۰۰ تنه په کې ووژل شول.
څه موده د دغه مرکز د بیا پرانېستلو چارې د بیا رغونې له امله او څه موده د بیمې او نورو قراردادیانو د لانجو له امله ځنډېدلې وې.
دغه ودانۍ ۳۲۹ متره لوړ والی لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *