یکشنبه , جون 24 2018
کور / خبرونه / افغانستان / نړیوال سره صلیب اداره وايي، په یمن کې د عربي ایتلاف وروستي عملیات د ناورین رامنځ ته کېدو لامل کیږي. 

نړیوال سره صلیب اداره وايي، په یمن کې د عربي ایتلاف وروستي عملیات د ناورین رامنځ ته کېدو لامل کیږي. 

نړیوال سره صلیب ویلي، که دغه عملیات دوام وکړي لسګونه زره ملکیان به بې ځایه او بشري ناورین به رامنځ ته شي.

په ورته وخت کې د یمن د صنعا وګړو هم په ساحلي ښار حدیده کې د عربي ایتلاف د عملیاتو پر وړاندې اندېښنه ښودلې او وايي چې په دې سره به یمن ته د خوراکي توکو لیږد هم بند شي.

د سعودي عربستان په مشرۍ عربي ایتلاف په دې وروستیو کې د یمن په ساحلي ښار حدیده کې ځمکني او هوايي عملیات پیل کړي چې په پراخه کچه یې اندېښنې راپورته کړې. نړیوال سره صلیب خبرداری ورکړ، چې په یمن کې په ځانګړي ډول یاد ښار کې بشري حالت په یو ناورین بدلیدونکی دی.

ماري کلایر فیغالي د نړیوال سره صلیب ویانده ماري کلایر فیغالي وویل (موږ نن هغه حالت ته رسېدلي یو چې هلته ناورین په حقیقت بدلیدونکی دی. بشري وضعیت په دې پورې اړه لري چې جګړه رامنځ ته شوې او څومره به د ټولو خواوو له خوا پکې نړیوال بشري قانون مراعات کیږي. نن داسې حالت کې یو چې لسګونه زره ملکیان به له حدیدې بې ځایه شي.)

د نړیوال سره صلیب ویاندې همداراز د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې ملکي وګړو خوندیتوب ته او نړیوال بشري قانون ته پوره پاملرنه وکړي. دغه ساحلي ښار یمن ته د خوارکي توکو د لیږد په برخه کې مهم بندر ګڼل کیږي هغه هېواد کې چې اوس یې هم ۸.۴ میلیونه وګړي له قحطۍ سره مخ دي. د حدیدې جګړې د یمن په پلازمېنه صنعا کې هم میشت وګړي سخت اندېښمن کړي او وايي چې په دې سره ښايي یمن ته د خوراکي توکو لیږد هم بند شي.

نوران محمد د صنعا اسیدونکی وایي (د حدیدې جګړه به د خوراکي توکو د کموالي له امله په ناورین بدله شي. په ټوله کې به دا یو لوی ناورین وي.)

اوس ملګري ملتونه هم په دې غور کوي چې که د یمن دغه ساحلي ښار کلابند شي نو دوی باید له کومې بلې بدیلې لارې یمن ته بشري مرستې ورسوي. د سعودي عربستان په مشرۍ عربي ایتلاف هڅه کوي په دغو عملیاتو سره په حدیده کې د دولت مخالف وسله وال له منځه یوسي او د دوی فعالیتونه پای ته ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *