دوشنبه , جولای 16 2018
کور / خبرونه / افغانستان / سیمه ییزې دسیسې افغان سولې له پاره ستر خنډونه دي

سیمه ییزې دسیسې افغان سولې له پاره ستر خنډونه دي

په سیمه کې روانې لوبې او دسیسې د افغان سولې په لار کې تر ټولو ستر خنډونه دي. نشنل انټرسټ نشریه پخپله یوه مقاله کې لیکي، داسې ښکاري چې افغان حکومت او طالبان غواړي په افغانستان کې روانه جګړه ختمه کړي. په مقاله کې راغلي، د طالبانو او افغان حکومت تر منځ له ۱۷ کلنې خونړۍ جګړې وروسته لنډمهاله اوربند سولې ته هیلې ډېرې کړې دي. نشریه لیکي، داسې ښکاري چې دواړه لوري غواړي سوله راشي خو ځينې ستونزې شته دي چې ددغه چارې مخه نیسي. نشنل انټرسټ لیکي، د طالبانو جګړه یو لامل نه لري، بلکې په سیمه کې د هېوادونو دسیسې او لوبې ددغه جګړې د اوږدېدو ستر لاملونه دي. په مطلب کې راغلي، چې ایران له امریکا خپل غچ اخلي، پاکستان د خپل ځان د ساتنې لپاره تر ډېره د کشمکشونو تر څټ لاس لري او روسیه بیا په ظاهر د افغان حکومت تر څنګ ولاړه ده، خو د پاکستان پلویتوب کوي. په مطلب کې وړاندې راغلي، چې یادو لاملونو ته په کتو امریکا په یوازې ځان نه شي بریالۍ کېدای چې طالبان د خبرو مېز ته حاضر کړي. د سرچینې په وینا امریکا ته په کار ده، چې د جګړې ټول اړخونه په پام کې ونیسي، له ټولو ښکېلو لورو سره پایلې ته ورسېږي او دلته روانه جګړه پای ته ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *