دوشنبه , جولای 16 2018
کور / خبرونه / شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ دوه لوړ رتبه پوځیان وژل شوي

شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ دوه لوړ رتبه پوځیان وژل شوي

دپاکستان پوځ وایي دافغانستان سره په پوله پرته د خیبر پښتونخوا شمالي وزیرستان سیمه کې امنیتي ځواکونو د تندرو په ضد عملیات کړي چې په دغو عملیاتو کې شپږ تندروه اؤ دوه پوځیان وژل شوي دي.

دشنبې په ورځ پوځ پخپل یو بیان کې ویلي دغه عملیات دلدها په سپینه میله سیمه کې شوي .

پوځ دعوه کړې چې دوئ ته اطلاع په لاس ورغلې وه چې په دغه سیمې ته تندروه د ستنو شوؤ کډوالو په شکل ورغلي اؤ کله چې پوځ دهغوئ په ضد سیمه کې په عملیاتو لاس پورې کړو نو ددواړو خواؤ ترمینځ درنه نښته وشوه.

پوځ پخلی کړی چې عملیاتو کې شپږ تندروه اؤ دوه پوځیان د حوالدار رزاق خان اؤ حوالدار ممتاز حسین په نومونو وژل شوي.

پوځ وایي دا هاغه تندروه وؤ چې د سیمې دمهمو مشرانو په وژنه کې ککړ وؤ اؤ پوځ ورپسې له ډیره وخته ګرځیدو.

پوځ دعوه کړې چې وژل شوؤ سختدرځه په افغانستان کې دخپلو ملګرو سره تماسونه لرل اؤ دهغوئ د ولکې څخه وسلې اؤ مخابراتي الات هم ترلاسه شوي دي.

تر اوسه ازادو سرچینو د پوځ ددغه دعوې په هکله پخلی نه دی کړی.

شمالي وزیرستان دخیبر پښتونخوا هاغه سرحدي سیمه ده چې په کال۲۰۱۴م کې پکې پوځ د سختدریځو په ضد دضرب عضب په نامه په پراخه کچ عملیات کړي وؤ اؤ ددغو عملیاتو له امله په لکونو پښتانه د خپلو سیمو څخه بې کوره شوي وؤ.

دپاکستان پوځ دعوه کوي چې د ضرب عضب عملیاتو په ترڅ کې یې دغه سیمه د سختدریځو څخه پاکه کړې خو اوس هم دشمالي وزیرستان په بیلابیلو سیمو کې وخت ناوخته په پوځ بریدونه اؤ چاودنې کیږي.

په پاکستان کې د پښتون تحفظ موومنټ په نوم د پښتنو ځوانانو راپورته شوی غورځنګ تور لګوي چې پوځ په سیمه کې بېګناه خلک وژني اؤ‌ هغوئ ته د ترهګرو نوم ورکوي خو پوځ وایي چې ګڼ شمیر عسکر اؤ افسران یې دترهګرۍ په ضد په دې روانه جګړه کې بائللي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *