دوشنبه , جولای 16 2018
کور / خبرونه / بين المللي / هندي کشمیر کې ۴ څلور داعش وسلوال وژل شوي دي

هندي کشمیر کې ۴ څلور داعش وسلوال وژل شوي دي

هندي چارواکو ادعا کړې چې امنيتي ځواکونو يې هندي کشمير کې په يوه نښته کې څلور داسې تندلاري وژلي د چا په اړوند چې خيال کیږي د دوی تړاؤ د داعش سره دی.

دغه نښته د هند د ولقې لاندې کشمیر په ضلع اننت ناګ کې رامنځته شوې چې پکې د يو پوليس او عام تن د وژنې هم ويل شوي دي.

ويل شوي د نښتې په مهال خلک په سړکونو راوتي او د پوځ پرضد او وسله والو په حق کې يې نعرې وهلي دي.

د جمعې په ورځ سيمه ييزه پوليس مشر شيش پال ويد د تندلارو وژنه د امنيتي ځواکونو غټه کاميابي بللې ده.

او د وسله والو پرضد عمليات کوونکي يو امنيتي چارواکي ادعا کړې چې د وژل شوؤ تندلارو تعلق د داعش سره وو او په دوی کې د تنظيم ځايي مشر داود احمد صوفی هم شامل ؤ.

له دې وړاندې پوليس مشر په يو ټويټ کې ويلي ؤ چې د وژل شوؤ ترهګرو تعلق په مبينه توګه د اسلامک اسټېټ (دولت اسلاميه) جمو و کشمیر سره دی.

له دې وړاندې هندي چارواکو د دهلي د واک لاندې کشمير کې د داعش د موجودګۍ نه انکار کړی ؤ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *