دوشنبه , جولای 16 2018
کور / خبرونه / افغانستان / اسوشټېډ پرېس:طالبانو سره سوله کول ګران کار دی

اسوشټېډ پرېس:طالبانو سره سوله کول ګران کار دی

اسوشټېډ پرېس په خپل یوه مطلب کې لیکي، افغان حکومت طالبانو ته د سولې بې شمېره فرصتونه برابر کړل، خو دغه ډله لا هم جګړه کوي او سولې ته نه حاضرېږي. په مطلب کې وړاندې راځي، افغان حکومت د کال له سره له طالبانو سره د سولې خبرې غوښتې، خو دوی یې په ځواب کې د خندق عملیات پيل کړل. حکومت یو اړخیز اوربند اعلان کړ، خو طالبانو یوازې د اختر په ورځو کې درې ورځنی اوربند اعلان کړ، چې وروسته یې بېرته پر افغان ځواکونو خونړي بریدونه پيل کړل. همدا راز افغان حکومت ان طالبانو ته دا وویل، چې دوی ته به پاسپورتونه کوي، په کابل کې به دفتر ورته پرانیزي او د نړیوالو ترهګرو له تور لېست به ددوی د مشرانو نومونه وباسي. خو له دې ټولو سره سره طالبانو د افغان حکومت د سولې وړاندیزرد کړی دی او پر جګړو ټینګارکوي. سرچینه لیکي دې مسایلو ته په کتو ښکاري چې لا هم له طالبانو سره د سولې خبرې ګران کار دی او دغه ډله ټینګار کوي چې باید له امریکا سره خبرې وکړي. اسوشټېډ پرېس لیکي، امریکا بیا ددې پلوۍ ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *