دوشنبه , جولای 16 2018
کور / خبرونه / افغانستان / افغان جګړه نظامي حل نه لري، باید طالبان د سولې خبرو ته حاضر شي.

افغان جګړه نظامي حل نه لري، باید طالبان د سولې خبرو ته حاضر شي.

یوه لویه ستونزه دا هم ده چې دا مهال رسنۍ کنټرول شوې، راپورونه یې محدود شوې، د ازاد لیکوال او خبریال ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ دی، حقایق افغان او امریکایې ټولنې ته نه رسیږي.

د شمال ټلوالې د مشرانو لخوا د لنډ مهاله حکومت ږغ، په شمال کې لاریونونه، د ګډ حکومت د لومړي مرستیال دوستم، استاد محقق او عطانور ګوت څنډنې، قومي او ژبنې تعصبونه، دا هرڅه د افغانستان په ګټه نه دي.

دا چې امریکا له طالب سره مخامخ خبرو ته نه کښینې او طالب له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته نه کښیني، ستونزه ده، ولي د ستونزې د حل لپاره باید کوشش وشي، نه دا چې د جګړې د اوږدیدو له پاره هڅې وشي.

په کار ده چې افغان ولس، د امریکا له ولس سره د دوی د پوځیانو په وتلو کې مرسته وکړي، د امریکایې پوځیانو جګړه له افغان ولس سره ده، له کومې ډلې او یا قبیلې سره نه ده، له ولس سره جګړه پرته له شک څخه امریکا نه شي ګټلای، ښه به وي چې د جګړې د ختم لپاره ولسونه لاس په کار شي، او د جګړې د اوږدیدو دسیسې شنډې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *