دوشنبه , جولای 16 2018
کور / خبرونه / افغانستان / لوګر ولایت کې وسله والو یو ښوونځی سوځولی

لوګر ولایت کې وسله والو یو ښوونځی سوځولی

د پوهنې وزارت د نشراتو رییس کبیر حقمل سپوږمۍ راډيو ته وویل، چې وسله والو طالبانو تېره شپه د لوګر ولایت د جویک سیمې د نجونو او هلکانو ښوونځی سوځولی دی. هغه وویل، دا د جویک لیسه وه، چې تر ابتدایه نجونو او هلکانو په ګډه زده کړې پکې کولې خو تر هغه پورته یوازې د نجونو زده کړو ته ځانګړې شوې وه. دده په خبره طالبانو تېره شپه ۲ نیمې بجې یاد ښوونځي ته ورغلي او ټولې اداري او درسي خونې یې سوځولې دي. نوموړي د طالبانو دغه عمل وغانده او په وینا یې هڅه کوي له ښکېلو لورو سره خبرې وکړي، څو د پوهنې په برخه کې ستونزې جوړې نه کړي او د ښوونځیو سوځولو روانه لړۍ ودروي. له تېرو څو شپو راهیسې طالبان په لوګر کې ښوونځي سیځي او په ډېرو برخو کې یې د ښوونځیو د تړلو امر کړی دی. بل پلو ویل کېږي چې طالبانو په فاریاب کې د شرین تګاب ښوونځی د لوډرونو پر مټ وران کړی دی. طالبانو ددواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *