دوشنبه , جولای 16 2018
کور / خبرونه / بين المللي / ټرمپ د ناټو په غونډه کې ماشومانه حرکتونه تر سره کړي دي

ټرمپ د ناټو په غونډه کې ماشومانه حرکتونه تر سره کړي دي

د راپورونو له مخې ټرمپ د ناټو له مشرانو سره د مالي مسایلو د بحث پر مهال هېڅ ډول ديپلوماتیک عرف ته درناوی نه درلود. هغه د غونډې په اوږدو کې ماشومانه کارونه کول او اې خوا دېخوا یې په توکو لوبې کولې. ددې تر څنګ یې ډېری ولسمشرانو ته دديپلوماتیک عرف په اساس غږ نه کاوه، بلکې ددوی نوم یې اخیست. د بېلګې په توګه د غونډې په یوه برخه کې د ناندریو پر مهال، ټرمپ انګیلا مېرکېل ته، ویلي مېرکل او مېرکل دا ستونزه حل کړه. دې مسئلې د غونډې ټول ګډونوال حیران کړي دي. خبریالان وايي چې د انځورونو د اخیستو پر مهال به هم ټرمپ په مېرکل پسې اخوا دېخوا نارې وهلې. ټرمپ تر دې وړاندې هم په ګڼو غونډو کې ديپلوماتیک عرفونه تر پښو لاندې کړي دي او د یوه بې پروا انسان په توګه یې له سیاسي مشرانو سره چلند کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *