دوشنبه , جولای 16 2018
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان د افغان سولې له پاره واشنګټن سره خبرې کوي

پاکستان د افغان سولې له پاره واشنګټن سره خبرې کوي

پاکستان ویلي طالبان افغان دولت سره خبرو ته کښینول د ټولو ګډه ذمه واري ده اؤ‌ په دې اړوند دپاکستان اؤامریکا ترمینځ خبرې روانې دي چې هیله ده زړه پورې پرمختګ به پکې ولیدل شي.

د زیارت په ورځ خبریالانو ته د اوونیز احوال ورکولو په مهال دپاکستان د بهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر فیصل ویلي مونږمدام افغانستان کې دجوړجاړي،سولې اؤ ثبات دپاره دپورته کیدونکو ګامونو ملاتړ کړی دی اؤ راتلونکي کې به یې همکوؤ

کله چې خبریالانو دبهرنیو چارو ددفتر ویاند نه سعودي کېدو علماؤ‌ دکانفرنس د اعلامیې په هکله پوښتنه وکړه نو هغه دغې پوښتنې باندې له نظر ورکولو ډډه وکړه.

دچارشبنې په ورځ سعودي کې د۳۳ؤ هیوادونو دعلماؤکانفرنس افغانستان کې روانې جګړې ناروا بللې وې اؤ خپله اعلامیه کې یې په طالبانو غږ کړی ؤ چې ددې بې مفهمومه جګړو څخه لاس واخلي.

واشنګټن اؤ کابل د تیرې څه دپاسه یوې نیمې لسیزې راهسې په اسلام اباد دطالبانو اؤ نورو ترهګرو ډلو د ملاتړ تورونه لګوي خو اسلام اباد وایي چې دغه تورونو کې هیڅ صداقت نه شته اؤ افغانستان کې دسولې پلوی دی.

ډاکټر فیصل وویل پاکستان دافغانستان دننه دسولې اؤ ثبات ټینګښت کې خپل غوره رول لوبولی اؤ بیا به یې هم لوبوي خو دطالبانو اؤ افغان دولت ترمینځ د جوړ جاړي خبرو کې به ټولو خواؤ ته خپل مسولیت ترسره کول وي.

هغه وویل دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ خبرو کې چې پاکستان څومره مرسته کولی شي ، مخ به ترې نه ګرځوي.

په دې وروستیو کې افغان ولسمشر ښاغلي اشرف غني طالبانو ته څو واره د روغې جوړې وړاندیزونه وکړل خو طالبان دافغان دولت د سولې ټول وړاندیزونه رد کړي اؤ وایي هغوئ دافغان دولت پځایې نیغ په نیغه امریکه سره خبرې کول غواړي.

خو امریکايي چارواکي بیا وایي چې هغوئ دافغان شخړې هواری د بین الافغاني مزاکراتو دلارې غواړي اؤ خبرې اترې هم باید دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *