دوشنبه , جولای 16 2018
کور / خبرونه / افغانستان / په کندز ولایت کې ۳۴ عسکر وژل شوي دي

په کندز ولایت کې ۳۴ عسکر وژل شوي دي

د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو په بریدونو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې وسله والو طالبانو تېره شپه په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي. په دغو بریدونو کې ۳۶ افغان سرتيري وژل شوي دي. راپورونه وايي چې په دې پېښه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شمېره یې نه ده په ډاګه شوې. په دې وروستیو کې د طالبانو بریدونو د افغان ځواکونو مرګ ژوبله لوړه کړې ده. په ولسي جرګه کې د غزني ولایت استازو هم ویلي وو، چې په دې وروستیو ورځو کې په غزني کې جګړې خونړۍ شوې دي. ددوی په خبره تېره اونۍ خورا خونړۍ وه او په دې موده کې پنځه سوه افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. بل پلو نن د غزني امنیتي چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې یې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۷ طالبان وژلي او ۱۴ نور یې ټپیان کړي دي. ددې تر څنګ د غزني د مرکز په شاوخوا او څو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو عملیات روان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *