دوشنبه , جولای 16 2018
کور / خبرونه / بين المللي / کاناډا افغانستان ته ۲۵۰ اضافي عسکر لېږي

کاناډا افغانستان ته ۲۵۰ اضافي عسکر لېږي

د رسنیو د راپورونو له مخې د ناټو په غونډه کې د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو ژمنه کړې چې له افغانستان سره به د امنیت او سولې په راتګ کې مرسته کوي. نوموړي ویلي چې په همدې موخه افغانستان ته ۲۵۰ عسکر لېږي چې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې به فعالیت کوي. هغه زیاته کړې چې له نړیوالې ترهګرۍ سره د نورو هېوادونو تر څنګ په ګډه مبارزه کوي او د ناټو تعهداتو ته ژمن دي. امریکا د ناټو له غړو هېوادونو غوښتي چې له طالبانو او داعش سره د مبارزې لپاره خپل سرتېري په افغانستان کې ډېر کړي او همدا راز له امریکا سره د جګړې د مالي لګښتونو په پرې کولو کې لا ډېره ونډه واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *