دوشنبه , جولای 16 2018
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا د شمالي کوریا د ورلیږل شوي لیک ترجمه خپره کړه

امریکا د شمالي کوریا د ورلیږل شوي لیک ترجمه خپره کړه

کیم جونګ اون او دونالد ټرمپ د جون د میاشتې په دولسمه نېټه په سنګاپور کې سره وکتل

د امریکا د متحدو ایالاتو جمهور رئيس د هغه لیک د متن ترجمه خپره کړه چې د شمالي کوریا مشر ور استولی دی .

دونالد ټرمپ د کېم جونګ اون له له لوري ور رسېدلی لیک “ډېرښه ” بللی دی.

دونالد ټرمپ پرون پنجشنبه پر ټوېټر په یوه پيغام کې د کېم جونګ اون لیک چې د جولاي دمیاشتې شپږمه ورباندې لیکل شوې، ستاینه کړې او دواړو هېوادونو په اړیکو کې یې د “سترپرمختګ” نښه بللی دی.

د جولاي په شپږمه د امریکا دبهرنیوچارو وزیر په شمالي کوریا کې و او د هغه هېواد له لوړ رتبه چارواکو سره خبرې یې بریالۍ بللې دي.

د شمالي کوریا د مشر له لوري ټرمپ ته د لیک په یوه برخه کې، لیکل شوي چې د هغه په باور، د پیونګیانګ او واشنګټن په اړیکو کې د “نوي فصل” لپاره هڅې به حتماً، ښه نتېجه ورکړي

.

.

کیم جونګ اون همدا راز د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو لپاره د ولسمشر دونالد ټرمپ هڅې “فوق العاده” او له “مثبتې انرژي” ډکې بللي او ستایلی یې دی.

کیم جونګ اون او دونالد ټرمپ د جون د میاشتې په دولسمه نېټه په سنګاپور کې سره وکتل . امریکايي چارواکو وویل چې دواړو مشرانوله اټمي وسلو د کوریا د ټاپو وزمې پر پاکولو خبرې وکړې خو په دې اړه د دواړو خواو ترمنځ لا هم اختلافات شته دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *