دوشنبه , جولای 16 2018
کور / خبرونه / افغانستان / حج او اوقافو وزارت: سبا سعودي ته د افغان حاجیانو د لېږد لړۍ پیلېږي

حج او اوقافو وزارت: سبا سعودي ته د افغان حاجیانو د لېږد لړۍ پیلېږي

د حج او اوقافو وزارت وايي، سعودي عربستان ته د افغان حج کوونکو د لېږد پروسه سبا له کابل نه پيليږي. د دغه وزارت د خپرونو مشر ناصرالدين دريځ وويل، چې سبا به د مرکز زون اړوند حج کوونکو لومړى پرواز د سهار په پنځو بجو او دويم د مازيګر په شپږو بجو د کابل له هوايي ډګره تر سره شي. د هغه په وينا، په دغو دوو پروازونو کې به شاوخوا ٧٠٠ تنه سعودي عربستان ته ولېږدول شي. د ده په وينا، په پام کې ده چې سږ کال له افغانستان څخه ٣٠ زره تنه د حج فريضې د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ولاړ شي. دى وايي چې د دغو کسانو د لېږد مسووليت د کام اير خصوصي شرکت ته ورکړل شوى دى. هغه وويل چې د دېرش زره افغان حج کوونکو لېږد به په څه باندې يوه مياشت کې بشپړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *