دوشنبه , جولای 16 2018
کور / خبرونه / بين المللي / دګرجستان ولسمشر وايي: هېواد يې “همدا اوس” د ناټو تړون غړیتوب ته تیار دی.

دګرجستان ولسمشر وايي: هېواد يې “همدا اوس” د ناټو تړون غړیتوب ته تیار دی.

ولسمشر، جیورجي مارګیلاشویلي پرون پنجشنبه رسنیو ته وویل چې هېواد ټول “ابتدايي شرایط” چې په ناټو کې د غړیتوب لپاره یې اړتیا ده، پرځاي کړي دي.

د ګرجستان ولسمشر د ناټو د غړو هېوادونودمشرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره د بلجیم پلازمېنې، بروکسل ته تللی دی.

هغه وویل چې

ګرجستان په ناټو کې غړیتوب ته “همدا اوس” هم تیار دی او د ناټو غړي هېوادونه باید دې پوښتنې ته چې ګرجستان څه وخت غړیتوب ترلاسه کولائ شي، ځواب ورکړي

.

د ناټو د نه ویشت غړو هېوادونو مشرانو پرون د خپلې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې یو پرېکړه لیک خپور کړ . په پرېکړه لیک کې ویل شوي چې په دې تړون کې د ګرجستان د غړیتوب په اړه د مخکنۍ پرېکړې عملي کولو ته متعهد دي.

د ناټو مشرانو په 2008 میلادي کال کې په بوخارست کې په غونډه کې پرېکړه وکړه چې د ګرجستان پر غړیتوب کار وکړي.

د ناټو په پروني پرېکړه لیک کې د هغو پرمختګونو ستاینه شوې چې د ګرجستان حکومت د دې تړون د غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره کړي خو دا نه دي ویل شوي چې دقیقاً، څه وخت ګرجستان د غړي په توګه له دې تړون سره یوځاي کېدلائ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *