دوشنبه , جولای 16 2018
کور / خبرونه / بلوچستان / د بلوچستان په برید کې د یو امېدوار په ګډون ۳۴ ته مرګ ژوبله اوښتې

د بلوچستان په برید کې د یو امېدوار په ګډون ۳۴ ته مرګ ژوبله اوښتې

د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د بلوچستان عوامي پارټۍ د یوه امېدوار پر کاروان له بمي چاودنې څلور تنه وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل شوي دي.

د ځايي لېویز چارواکیو رسنیو ته ویلي چې په چاودنه کې د پخواني اعلا وزیر اسلم ریساني یو کوچنی ورور سراج ریسانی سخت ژوبل دی. نوموړی یې د درملنې لپاره کوټې ته وړی دی.

سراج ریسانی د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ پي پي ۳۵ مستونګ سیمې څخه د یوه تازه جوړ شوي ګوند (ب اې پي) له لوري په ټاکنو کې برخه اخیستې ده.

تر دې وړاندې بېګا شپه په خضدار کې هم بلوچستان عوامي پارټۍ له انتخاباتي دفتر سره جوخت له یوې چاودنې دوه تنه ژوبل شوي ول.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د متحده مجلس عمل د سیاستوال اکرم خان دراني پر قافله برید شوی دی.

پولیس چارواکو مشال راډیو ته وویل چې دا برید د جولای پر ۱۳مه، له بنو ښاره خواوشا ۲۰ کیلومیټره لرې په هوېد سیمه کې هغه مهال وشو چې درانی جلسې ته په لار وو.

پولیس وايي، باروت په موټر سایکل کې ایښوول شوي ول.

دا په داسې حال کې ده چې ځينې سياسي ګوندونه تور لګوي چې د انتخاباتي کمپاينونو دوران د دوی د امنيت لپاره نګران حکومت بشپړ ګامونه نه دي پورته کړي.

د عوامي نېشنل ګوند بشرا ګوهر د زيارت پر ورځ له مشال رېډيو سره په خبرو کې وويل چې د نهې په ورځ ناوخته د دوی د ګوند په انتخاباتي غونډه د وسله والو طالبانو لخوا ځانمرګي بريد د دې ثبوت دی چې د هېواد ټولې امنيتي ادارې دوی ته په امنيت ورکولو کې پاتې راغلي. نوموړې وايي بايد رياستي مشران د پيښې غندلو پرځای خپله امنيتي ناکامي ومني.

بشرا ګوهر وايي د حکومت لخوا د انتخاباتو اميدوارانو ته په يو يا دوه پوليسو ورکولو د هغوی امنيت نه شي يقيني کېدای.

ياده دې وي چې د نهې پر ورځ د پېښور په يکه توت کې د عوامي نيشنل ګوند په انتخاباتي غونډه ځانمرګي بريد کې د دې ګوند د انتخاباتي کانديد هارون بلور په ګډون د څه باندې ۲۰ کسانو تر وژنې وروسته د پېښور پوليس چاروکو ويلي وو چې بلور ته د سکورټۍ لپاره دوه پوليسان ورکړل شوي وو.

خو د جماعت اسلامي يو مشر پروفسر ابراهيم وايي د دوی د ګوند کانديدانو له حکومته مطالبه نه ده کړې چې دوی ته داقسمه تحفظ ورکړي . نوموړی وايي داځکه چې ترڅو ټول ملک نه وي خوندي شوی نو ترهغو د انتخاباتو کانديدان هم نشي خوندي کېدای او نوموړی وايي ملک به هله خوندي کيږي چې رياست د جسټس قاضي فايز عيسی رپوټ عملي کړي:

ياده دې وي چې په ۲۰۱۶ م کې په کويټه کې ترسره شوي دوه ترهګريزه بريدونه چې پکې څه باندې ۷۰ کسان وژل شوي وو د دې د پلټنو لپاره د سپريم کورټ د جج قاضي فایز عیسا په مشرۍ جوړ کمېشن په خپل راپور کې په امنیتي برخه کې د پاکستاني ریاست او حکومت نیمګړتیاوې په ګوته کړې وې.

د عوامي نيشنل ګوند بشرا ګوهر هم پرون مشال راډيو ته وويل چې ترڅو رياسي ادارو د ښه او بدو طالبانو تګلاره نه وي بدله کړي نو ترهغو به په دې ملک کې په انتخاباتي غونډو،تعليمي ادارو او نورو ولسي ځايونو داقسمه بريدونه ترسره کيږي.خو د پاکستان پوځ په وار وار ويلي چې دوی د ټولو وسلوالو ډلو پرضد بې توپيره عمليات ترسره کوي.

بلخوا په لسمه جولایي د يکه توت پېښې يوه ورځ وروسته د خېبر پښتونخوا د وزير اعلا دفتر په خپاره کړي بيان کې د صوبې د نګران وزيراعلا دوست محمد خان له خلې ويلي وو چې وسله وال د ټاکنو پر مهال امنيت خرابول غواړي خو حکومت به یې د ټاکنو لپاره سخت امنيتي ګامونه پورته کوي.

بلخوا د پاکستان پوځ ويلي چې په ۲۵ مه جولایي په پرامنه توګه د انتخاباتو ترسره کولو لپاره به څه باندې ۳۷۱۰۰۰ سرتيري ځای پرځای کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *