دوشنبه , جولای 16 2018
کور / خبرونه / بين المللي / چین کې چاودنې ګڼ شمیر کسان وژلي دي

چین کې چاودنې ګڼ شمیر کسان وژلي دي

د چین د دولتي خبري اژانسونو د خبر له مخې تېره ورځ د ټکنالوژۍ اړوند په یوه صنعتي پارک کې درنه چاودنه شوې ده. دغه چاودنه په یاد پارک کې د کیمیاوي موادو د موجودیت له امله شوې چې سمه ساتنه یې نه کېدله. په پېښه کې ۱۹ کسه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي. د چین حکومت ویلي چې د پېښې په اړه پلټنه کوي او معلومات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي. خو لومړني معلومات ښيي، چې دغه پېښه له کیمیاوي موادو د سم مراقبت د نشتوالي له امله رامنځ ته شوې ده. چین هڅه کوي په کاري ساحو کې محافظتي اقدامات ډېر کړي، خو سره له دې هم له کلونو راهیسې د پېښو پر مهال په بېلو برخو په تېره په کانونو کې کاریګر وژل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *