دوشنبه , جولای 16 2018
کور / خبرونه / بلوچستان / بلوچستان ایالات کې د پرونۍ چاودنې پړه داعش ډلې ومنله

بلوچستان ایالات کې د پرونۍ چاودنې پړه داعش ډلې ومنله

د بلوچستان ایالت په مستونګ ولسوالۍ کې د پرونۍ چاودنې تلفات نور هم زیات شوي دي او ځایي چارواکي وایي چې دا برید د تلفاتو د ډيرښت له اړخه بې ساری و. د بلوچستان داخه وزیر عمرجان بنګلزي رسنیو ته ویلي چې په چاودنه کې ۱۲۸ تنه وژل شوي او شاخوا ۱۵۰ تنه نور ټپیان دي. چاودنه هغه وخت رامنځته شوه کله چې د بلوچستان عوامي پارټۍ یو بلوڅ کاندید سراج رئیساني له ټاکنیزې غونډې وروسته د تګ په حال کې وو چې د عامو خلکو ترمنځ درنه چاودنه پرې وشوه. داعش ډلې چې ځان ته اسلامي خلافت وایي د دې عاموژنې مسؤلیت منلی دی. خو دایي نه ده روښانه کړې چې په دومره لوی شمیر سني مسلمانان یې ولې وژلي دي.بلوچستان ایالت د چاودنو او وژنو اوږده سابقه لري. تر دې وړاندې په هزاره لږه کیو بیا بیا خونړي بریدونه ترسره شوي دي. چې تر ټولو ستر یې د ۲۰۱۳ میلادي کال په لومړۍ ورځ د کوټې ښار د علمدار روډ برید و، چې ۱۰۶ تنه هزاره وګړي یې ووژل. د داعش ډلې خبري آژانس اعماق ویلي چې دغه برید د دوی د یوه غړي لخوا د واسکټ بم په توسط سرته رسیدلی دی. د بلوچستان د ځایي چارواکو د وینا له مخې د ډیرو ټپیانو حالت نازک دی نوځکه د تلفاتو کچه نوره هم لوړیدلای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *