دوشنبه , جولای 16 2018
کور / خبرونه / افغانستان / زرمت کې وروستۍ پېښې خلک غوسه کړي دي

زرمت کې وروستۍ پېښې خلک غوسه کړي دي

قومي مشران وایي په زرمت کې وروستیو عملیاتو او ملکي مرګ ژوبلې خلک سخت غوسه کړي دي. د زرمت ولسوالۍ قومي مشر حاجي شرین جان له سپوږمۍ راډيو سره په خبرو کې وویل، چې امنیتي ځواکونو د زرمت ولسوالۍ په سهاکو سيمه کې خونړي عملیات کړي دي. دده په خبره سرتېرو ته چې هر څوک په مخه ورغلي په نښه کړي یې دي چې په دې توګه ټول تر ۴۵ پورې ملکي وګړي وژل شوي دي. هغه همدا راز وویل، چې پر یوه کور هوايي برید شوی دی چې په دې برید کې د څلورو ښځينه وو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۱ غړي ووژل شول. دده په خبره په وژل شوو، کې د ښوونځیو زده کوونکي، مېرمنې او ماشومان شامل دي. بل پلو حکومتي سرچینو هم په پېښه کې ملکي مرګ ژوبله تایید کړې ده او وايي په دې اړه به لا ډېرې پلټنې وکړي. دغه پېښه په ټولنیزو رسنیو کې هم له توند غبرګون سره مخ شوې ده او ولس پر حکومت غږ کوي چې نور دې په جدي توګه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په مخنیوي کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي. ځينې سرچینې وايي چې په پېښه کې ځينې طالبان هم وژل شوي، دغه راز امنیتي چارواکو هم طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *