په بلخ ولایت کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي چې پدې ولایت کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې د ٣١۴ مرکزونو له جملې نه ١٣ مرکزونه د امنیتي دلیلونو په وجه تړل شوي دي. دا مرکزونه په چمتال، چهاربولک، دولت آباد او شورتپه ولسوالیو کې دي.