یکشنبه , سپتمبر 23 2018
کور / خبرونه / بين المللي / روسیه وايي د مسکو په غونډه کې د امریکا نه ګډون د تاسف وړ خبره ده

روسیه وايي د مسکو په غونډه کې د امریکا نه ګډون د تاسف وړ خبره ده

روسیه وايي د مسکو په غونډه کې د امریکا نه ګډون د تاسف وړ خبره ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي دوی هیله لرله، چې د مسکو په غونډه کې به امریکا ګډون وکړي او په دې توګه به د افغانستان د ستونزې حل ته لار پيدا شي، خو ددوی نه ګډون د تاسف وړ خبره ده. امریکا ویلي وو، دوی ځکه په دغه غونډه کې ګډون نه کوي چې یو خو د افغانانو په مشرۍ نه ده او بل دا چې دغه ډول غونډې د افغان سولې په برخه کې هېڅ راز مرسته نه شي کولی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې په دغه غونډه کې د طالبانو ګډون غیر ضروري دی، ځکه دوی د افغان حکومت د سولې وړاندیزونه نه دي منلي، نو طالبان په دغه غونډه کې هم د مستقیمو مذاکراتو په نیت ګډون نه کوي. بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغان حکومت استازي هم یادې غونډې ته نه ورځي، ځکه افغان حکومت طالبانو ته د سولې واضح وړاندیز لري. ټاکل شوې چې د راتلونکې میلادي میاشتې په څلورمه په مسکو کې د افغانستان د جګړو په اړه غونډه وشي. په دغه غونډه کې د افغانستان ګاونډیان او وسله وال طالبان ګډون لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *