پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / ليکنې / 23 اپریل، قصه خوانۍ د پُښتون تاریخ یو توره ورځ!

23 اپریل، قصه خوانۍ د پُښتون تاریخ یو توره ورځ!

ليکنه: آیاز یوسفزی

ــــــــــ

پهٔ پُښتنه خاوره هر جابر او غاصب تر خپله وسه د خپل جبر او زورواکۍ نخښې پرېښې دي. دې سيمې ته کهٔ مغل راغلي دي کهٔ سيکهان راغلي دي کهٔ پيرنګیان، کهٔ د پيرنګیانو وارثان او کهٔ د پُښتنو پهٔ خپله جامه کې پټ دُشمنان، هر یوهٔ پهٔ خلاص مټ د دې خاؤرې پهٔ وګړو بلها قیامتونه تېر کړي دي. خو د هر قیامت سره دا اولس د ورکېدو پهٔ ځای لا رازغون شوی دی. هيڅ یوهٔ جابر او د هغهٔ جبر د دې اولس غرور نهٔ دی مات کړی او نهٔ به يې څوک ماتولی شي.
د مردان د ټکر پېښه، د چارسدې د اُتمانزو خونړۍ پېښه، د بنوں د سپين تنګي ټول وژنه، د قصه خوانۍ د وينو سور سېلاب او وروستو د بابړې قیامت د پُښتون تاریخ هغه تورې ورځې دي چې پهٔ انساني تاریخ کې يې ډېرې کمې بېلګې ترلاسه کيږي.
د دغه ټولو تورو ورځو ترڅنګ 23م اپریل 1930م زېږدیز کال ورځ هم پهٔ پُښتون تاریخ کې یو ستر قیامت راغلی وو. دغه ورځ کهٔ یو خوا پهٔ پُښتنه سيمه یوه توره او د قیامت ورځ وه خو بل اړخ ته د پُښتونخوا د آزادۍ د خوځښت د بنسټيزې تيګې حيثیت هم لري. دغه ورځ د سن تيس (1930) د شهيدانو د ورځې پهٔ نوم تر ننه یاديږي. د یادې ورځې پهٔ اړه د پښتو، اردو او نورو بلها ژبو شاعرانو او ليکوالانو ډېر څهٔ ليکلي دي. خو لهٔ بده مرغه د پُښتونخوا دنننه او بهر ډېر خلک اوس هم د دې ستر قیامت نه نن هم نهٔ دي خبر، تر دې چې د نوي نسل بلها پُښتانهٔ وروڼه او خوئېندې نن هم پهٔ دغه اړه ډېر مالومات نهٔ لري.
پهٔ 22م اپریل د کانګریس مرکزي کميټۍ ډاکټر سید محمود، ډاکټر سيف الدین او لالا دوني چند پُښتونخوا ته د دې لپاره راولېږل چې پهٔ سيمه کې د پيرنګي د حکومت د جبر او ظلم پهٔ اړه پلټنې وکړي. خو حکومت هغوی پُښتونخوا ته راپرې نهٔ ښودل. کله چې دا خبر د پېښور ښار ته راورسېدلو نو د خلکو قهر او غُصه يې راپاروله. پهٔ دغه لړ کې د پېښور پهٔ شاهي باغ کې د کانګریس د ځايي کارکونکو یوه غونډه وشوه چې پهٔ کې د حکومت پهٔ ضد د احتجاج پرېکړه وشوه. د کانګریس او د نوجونان بهارت سبها شا او خوا ټولو مشرانو خپل احتجاج ریکارډ کړو او د حکومت د ناروا سلوک غندنه يې وکړه او سر د سبا نه يې د سولئيز لاریون پېل کولو پرېکړه هم وکړه. حکومتي چارواکو د دغه احتجاج او لاریون د مخ نیوي پهٔ خاطر د ټولو ځايي مشرانو د نيولو پرېکړه وکړه.
د 22م او 23م اپریل تر مينځه د شپې ناوخته حکومت د کانګریس او د سبها ټول مشران ونيول او د بالاحصار قلا ته یې یوړل. دوه تنه د شپې لهٔ ګرفتارۍ نه پاتې شوي وو. یو الله بخش برکي او بل غلام رباني سيټهي ؤ. دغه دواړه کسانو پرېکړه وکړه چې سحر به پخپله خوښه ځان حکومت ته سپاري. خو پهٔ 23م اپریل سحر نهه بجې دغه دواړه مشران د کانګریس لهٔ دفتر نه ونيولی شول او کابلۍ تهاڼې ته یوړلی شول. دغه وخت د قامي مشرانو د نيولو خبر پهٔ ټول ښار کې لکه د ځنګل د اور هر خوا ته ورسېدلو. ګڼ شمېر خلک د کانګریس د دفتر مخې ته راغونډ شول او د انقلاب زنده باد او مهاتما ګاندهي زنده باد شعارونه يې لګول. مشرانو دغه خلکو ته وويل چې پهٔ ارام شئ او د دې ځایه د کابلۍ تهاڼې مخې ته لاړ شئ. پهٔ لاره باندې د بندیانو وړلو والا یو ګاډي ټائر وچاودلو. خو دا تر اوسه نهٔ ده مالومه چې دغه کار پخپله وشو او کهٔ د مظاهره کونکو لخوا وشو. د پوليسو یؤ چارواکي سب انسپکټر علاوالدین شاه غوښتل چې بل ګاډی راوغواړي خو نیول شوو مشرانو ورته اووې چې بل ګاډي ته اړتیا نشته، تهٔ مونږ خوشي کړه، مونږ به پخپله پهٔ کابلۍ تهاڼه کې چارواکو ته تسلیم شو. سب انسپکټر علاوالدین شاه چې حالاتو او د احتجاج کونکو قهر او غُصې ته وکتل نو د هغوي خبره يې سم دلاسه ومنله. وئيلی کيږي چې دغه وخت خواوشا اتهٔ سوه خلکو پهٔ احتجاج کې ګډون کولو. دغه خلک د خپلو مشرانو پهٔ حق کې د شعارونو پهٔ ترڅ کې د کابلۍ تهاڼې ته ورسېدل. سب انسپکټرعلاوالدین شاه خلکو ته خواست وکړو چې پهٔ قلاره خوارهٔ شې. هر څهٔ به سم شي. مشران تهاڼې ته ننوتل او مظاهره کونکو بهر د انقلاب زنده باد او ګاندهي جي زنده باد پهٔ شعارونو لاس پورې کړو. بل خوا پهٔ مظاهره کونکو کې هم ځينې خلکو پهٔ سرکاري افسرانو د خښتو ګوزارونه وکړل او د پېښور د ډپټي کمشنر ایچ ای مټکاف پهٔ ګډون يې ډېر خلک ټپيان کړل. چې پهٔ دې کې ناڅاپه یو فوځي ګاډی راغلو او د تهاڼې مخې ته بې د کومې خبرتیا پهٔ خلکو وروختلو. خواوشا څوارلس کسان يې وچقول. اووهٔ تنه پهٔ هم هغه وخت شهيدان شول او پاتې ډېر زیات ټپيان شول. دا موټر د هغه څلورو فوځي موټرونو نه وړومبی وو کوم چې ډپټي کمشنر ایج ای مټکاف راغوښتلي وو. مټکاف چې د کابلۍ تهاڼې مخې ته د خلکو راپارېدلې ګڼې ګوڼې ته وکتل نو د پېښور پهٔ صدر کې مېشت پيرنګې فوځ ته يې د مرستې خواست وکړو. بل خوا یو چا د فوځ یو ګاډي له اوور هم ورکړو چې پهٔ پائيله کې يې فوځیانو پهٔ خلکو ناڅاپي ډزې پېل کړې. وئيلی کيږي چې غرمه یولس بجې دغه ډزې پېل شوې او د مازيګر د درې بجو پورې يې دوام لرلو. حکومتي چارواکو وروستو یو راپور خپور کړو چې خواوشا دېرش تنه وژل شوي او درې ديرش ټپيان شوي وو. خو د هم دغه راپور تر مخه دا شمېره کره نهٔ وه. وروستو بیا د ويشال بهائي پټيل د مشرۍ لاندې د کانګریس د پلټنې د یوې کميټۍ د وئينا ترمخه د دوه سوه نه تر درې سوه پورې خلک وژلی شوي وو او د دې نه زیات ټپيان شوي وو. پهٔ 1930م کې د خلافت کميټۍ د خوا پهٔ خپور شوي یو بل راپور کې هم ليکلی شوي وو چې پيرنګیانو پهٔ تش لاس احتجاج کونکو باندې ډزې پېل کړې او د قصه خوانۍ بازار ټولې لارې کوڅې يې د مړو نه ډکې کړې. د یوې بلې بې پرې پلټنې نه دا خبره مالومه شوې ده چې پهٔ دغه ورځ دوه سوه او دېرش تنه شهيدان کړی شوي وو. کهٔ پام وکړو نو د امرتسر د جلیانواله باغ د پېښې نه وروستو د قصه خوانۍ دا پېښه د شهيدانو پهٔ حساب دویمه ستره پېښه ده. یاده دې وي چې پهٔ هم دغه کال او دغه مياشت یانې 13م اپریل 1930م کې د پنجاب د امرتسر پهٔ جلیانواله باغ کې د قصه خوانۍ پېښې ته ورته پهٔ یوه بله ناوړه پېښه کې هغه وخت د درې سوه نه زیاتو خلکو خپل ژوند د لاسه ورکړی وو کله چې پيرنګي فوځيانو د باغ غټه دروازه ونيوله او پهٔ بې ګُناه او تش لاس خلکو يې ډزې پېل کړې. پهٔ مړو کې زیاتره هغه خلک هم وو چې د ځان د ژغورلو دپاره يې د باغ د دیوالونو نه ټوپونه ووهل او لاندې پهٔ غورځېدلو مړهٔ شول.
بیا دا زیاتی وګورئ چې د قصه خوانۍ د دغه مړو د اوچتولو اجازه هم هیچا ته نهٔ وه. د خلافت کميټۍ ځينې کارکونکو د مړو پورته کولو هڅه وکړه خو پيرنګي فوځ پهٔ هغوي هم ډزې وکړې او شپږ تنه یې ترې شهیدان کړل. د عيني شاهدانو وئينا ده چې وروستو د فوځ بند ګاډي راغلل او دغه ټول مړي يې پهٔ کې نامالوم ځایونو ته یوړل. باید دلته زیاته کړم چې پيرنګي فوځ هغه خلک هم وويشتل څوک چې د خپلو کورونو نه یواځې تماشې ته راښکاره شوي وو. چې پهٔ چا به يې نظر پرېوتلو نو ډز به يې پرې کولو. تر دې چې دوه تنه سوالګري يې هم ويشتلي وو. دوه تنه تورسرې يې هم د خپلو کورونو پهٔ سر ويشتلې وې.
د ډزو د پېل کېدو نه لږه شېبه وړاندې یو ځائي قامپرست مشر حکیم عبدالجليل ندوي چې د پيرنګیانو پهٔ بد نيت پویه شو نو د احتجاج کونکو نه يې غوښتنه وکړه چې ځان وژغورئ او زر تر زره د دې ځایه لاړ شئ. خو خلکو د هغهٔ خبره ونهٔ منله او د هغهٔ خلاف يې شعارونه پېل کړل او هغهٔ ته يې اووې چې تهٔ د پيرنګیانو جاسوس يې. حکیم عبدالجليل ندوي ډېر زیات خوابدی شو او سم د لاسه د هغه ځایه لاړو.
د 23م اپریل د دغه خونړۍ پيښې ترڅنګ یوه بله مهمه پېښه هغه وخت رامينځ ته شوه کله چې پيرنګي افسرانو ګروالي رجمنټ ته حکم وکړو چې پهٔ احتجاج کونکو ډزې پېل کړئ خو هغوي انکار وکړو. یاده دې وي چې پهٔ یاد رجمنټ کې زیاتره ځائي او هندي سپایان وو او د پيرنګي حکومت سره د وفادارۍ څاری يې پهٔ ټول هند کې نهٔ لرلو. خو پهٔ دغه ورځ يې د ډز کولو نه چوټ انکار وکړو او زیاته يې کړه چې کهٔ د بهر نه هر چا پهٔ هېواد برید وکړو نو مونږ به د ټولو نه وړاندې وړاندې یو خو د خپل وطن پهٔ تش لاس احتجاج کونکو به هيڅکله ډزې ونهٔ کړو. پهٔ دې خبره یو پيرنګي افسر له قار ورغلو او د یاد رجمنټ پهٔ یو جمعدار یې ډز وکړو خو د جمعدار پهٔ ځائی ګولۍ د هغهٔ پهٔ اس ولګېدله او پهٔ هغه وخت مړ شو. بیا يې د ټول رجمنټ نه وسلې واغيستې او ټول يې د نيولو نه پس ايبټ اباد ته ولېږل. وروستو يې پهٔ بمبۍ کې د رجمنټ پهٔ اولس کسانو پهٔ فوځي محکمه کې مقدمه وچلوله او سختې سزاګانې يې ورکړې. او د لسو نه واخله تر شلو کلونو پورې يې بندي وساتل. د ټولګي مشر ښاغلی چندرسنګهـ يې ټول عُمر بندي کړو، نارائن سنګهـ ته يې پنځلس کاله د بند سزا ورکړه او پاتې پنځلس کسانو ته يې د درې کاله نه تر پنځلس کاله پورې د بند سزا ورکړه. ځائي خلک چې د هغوي د انکار او جرأت نه خبر شول نو د نوجوانان بهارت سبها تر سېوري لاندې يې د هغوي پهٔ درناوي کې یوه ستره غونډه جوړه کړه او د هغوي د دغه کار ستائينه يې په ډېر درنښت او احترام وکړه.
د قصه خوانۍ د دغه خونړۍ پېښې پهٔ اړه بلها شاعرانو پهٔ خپل خپل انداز شعرونه ليکلي دي. لکه ښاغلی عبدالمالک فدا ليکي چې
داسې تويي کړې هيچا نهٔ دي د چرګانو وينې
لکه تويي کړې دي انګرېز د مظلومانو وينې
ځکه ليکلی دی سن تيس اپریل هر چا پهٔ وينو
چې پهٔ دې ورځ باندې ويړیا وې د خوارانو وينې
قصه خانه قصاب خانه وه پهٔ نظر د خلکو
چې يې بازار کې بهېدلې د خوارانو وينې
عبدالخالق خليق ليکي چې
ای اسمانه ولې نهٔ شوې رانسکور؟
ای افتابه ولې نهٔ يې د غمه تور؟
لویو غرونو ولې رېز او مرېز نهٔ شوئ؟
ونو بوټو ولې نهٔ سوځئ پهٔ اُوور؟
زمکې پړق له ډېره درده ولې نهٔ چوې؟
ستا دپاسه څومره وير دی څومره شور؟
د دې پېښې نه وروستو د خُدائي خدمتګار مشران، حضرت باچاخان رحمة الله عليه، مياں احمد شاه، سرافراز خان او شاه نواز خان پېښور ته د راتګ پهٔ مهال پهٔ لاره کې ونيولی شول او د چارسدې یوې ځائي بندې خانې ته يې سم دلاسه یوړل. د چارسدې او خواوشا خلک د مشرانو پهٔ نيولو ډېر زیات پهٔ قار شول او پهٔ ګڼ شمېر کې د بندې خانې مخې ته راټول شول او د نيول شوو مشرانو پهٔ حق کې او د حکومت پر ضد يې شعارونه پېل کړل. د بندي خانې چارواکو چې د خلکو تاؤ تريخوالي ته وکتل نو د حضرت باچا خان رحمة الله علیه نه یې غوښتنه وکړه چې خلکو ته اووایه چې بندي خانه پهٔ کاڼو نهٔ وولي او پهٔ قلاره شي. حضرت باچا خان رحمة الله عليه پهٔ بندي خانه کې دننه پهٔ یو لوړ ځائی ودرېدلو او خلکو ته يې اووې چې قانون پهٔ خپل لاس کې مهٔ اخلئ او پهٔ قلاره کښېنئ. یو بل خدائي خدمتګار مشر میاں جعفرشاه هم د خلکو نه غوښتنه وکړه چې پهٔ قلاره او آرام سره خوارهٔ شئ او د تشدد نه ډډه وکړئ. بالآخیره خلک پهٔ نهٔ زړهٔ خوارهٔ شول. حضرت باچا خان رحمة الله عليه يې وروستو سره د خپلو نورو ملګرو رسالپور ته یوړو، پهٔ یوهٔ عدالت کې پرې مقدمه وچلولی شوه او د درې کاله سخت بند سزا يې ورکړه.

#یادونه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ټرايبل نیوز یوه آزاده ، خپلواکه او بې پلوه اداره ده چې پکې په سیاسي توګه د هر فریق نظر خپریږي خو د لیکونکي د شخصي نظر سره د ټرايبل نیوز متفق کیدل اړین نه دي که تاسو هم لیکنې خپرول غواړئ نو اړیکه راسره ونیسئ

Tribalnews201@gmail.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *