سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستاني طالبانو دعوه کړي ده چې په دغه هېواد کې ګڼ شمیر پاکستاني عسکر وژلي دي

پاکستاني طالبانو دعوه کړي ده چې په دغه هېواد کې ګڼ شمیر پاکستاني عسکر وژلي دي

د تېرې پنج شنبې په ورځ پاکستانیو طالبانو یا جماعت الاحرار وسله والې ډلې په څلورو بریدونو کې اته عسکر وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي

دغه بریدونه په باجوړ ايجنسۍ، خېبر ايجنسۍ، کراچۍ او وزیرستان کې ترسره شوي دي

تېره ورځ وسله والې تندروه ډلې یا جماعت الاحرار د باجوړ ايجنسۍ په ناوه پاس سېمه کې د یو وسله وال  برید په ترڅ کې څلور تنه عسکرو ته او د خېبر ايجنسۍ په لنډي کوتل تحصیل کې درې تنه عسکرو ته مرګ ژوبله اړولي ده

د دغه ډلې ویاند اسد منصور دعوه کوي چې ددغه بریدونو تر څنګ په همدغه ورځ په کراچۍ کې یو پولیس په ډزوسره وژلی او د وزیرستان په شوال سېمه کې یې د یو ميجر په ګډون درې تنه عسکر په یوه بمي چاودنه کې وژلي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: