جمعه , نوومبر 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کابل صدارت څلورلارې ته څېرمه د ځانمرګي بریدګر همکار نیول شوی دی

کابل صدارت څلورلارې ته څېرمه د ځانمرګي بریدګر همکار نیول شوی دی

د کابل پولیسو په ډاګه کړې، چې صدارت څلورلاري ته نږدې د ځانمرګي موتر بم چاودنې همکار له یو امبولانس سره نیول شوی دی. د کابل امنیه قومندانۍ نه په دې اړه خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، نیول شوی کس د نورو معلوماتو لپاره د ملي امنیت ریاست ته سپارل شوی دی. د یادونې ده چې تیره اوونۍ په کابل کې صدارت څلورلارې ته څیرمه پر جمهوریت روغتون د دوو امبولانسونو په واسطه ځانمرګي برید تر د ۱۳ پولیسو په ګډون تر۳۵۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله چې ټول یې عام وګړي وو. د برید پړه وسله والو طالبانو پر غاړه واخیسته او ادعا یې وکړه چې په شوي برید کې یې ۸۰ تنه پولیس سرتېري وژلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: