یکشنبه , جون 13 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / امریکا د پاکستان په وعدو باوري نده

امریکا د پاکستان په وعدو باوري نده

امریکا وايي د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان هڅې نامحسوسې دي. د سپينې ماڼۍ د ویاندې مرستیال راج شا ویلي، امریکا غواړي له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پاکستان خپل فعالیتونه ډېر کړي. دده په خبر تر دې دمه پاکستان داسې د پام وړ کار نه دی کړي، څو امریکا باوري کړي چې دوی له ترهګرۍ سره مبارزه کې رښتیني دي. د راج شا په خبره د ترهګرو د ملاتړو په خړ لېست کې د پاکستان شاملول یو ښه زیری دی، خو که دغه هېواد د ترهګرۍ ضد مبارزه کې کوټلي ګامونه اوچت نه کړي نو په تور لېست کې به هم شامل کړل شي. ویاند زیاتوي، امریکا به پر پاکستان فشارونه نور هم ډېر کړي او دغه هېواد به اړ کړي چې په سیمه کې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *