چهارشنبه , مې 12 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / په کنړ ولایت یوار بیا د پاکستان له لوري توغندي داغل شوي دي

په کنړ ولایت یوار بیا د پاکستان له لوري توغندي داغل شوي دي

د ختیځ ولایت کونړ چارواکي وایي، له سه شنبې ورځې تر اوسه د پاکستان له لوري د کونړ پر دانګام اوناړۍ ولسوالیو اتیا توغندي توغول شوي دي.د والي ویاند فرید دهقان د توغندیو د توغولو تر څنګ ویلي چې یو کور ویجاړ شوی دی.
نوموړي ویلي چې چا ته زیان نه دی اوښتی.
دفاع وزارت څو ورځې وړاندې ویلي وو چې افغان ځواکونه د پاکستان بریدونو ته ځواب ورکولای شي او اجازې اخیستو ته اړتیا نه لري، خو دهقان د افغان ځواکونو د ځواب ویلو په اړه څه نه دي ویلي

د یادولو وړ ده چې پاکستان د لوري د ډیورنډ په نامنلې کرښه د افغان په خاوره په څو څو وار بریدونه تر سره کړي خو.بیا هم په مقابل کې د افغان دولت د دغه بریدونو په وړاندي کوم اقدام نه لیدل کېږي

يوه تبصره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *