پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / اصغر ستانکزی: له فشار پرته د لوبې ډګر ته ځو، اتلولي به هم زموږ وي

اصغر ستانکزی: له فشار پرته د لوبې ډګر ته ځو، اتلولي به هم زموږ وي

د کرکټ ملي لوبډلې مشر اصغر ستانکزى وايي چې دوى به له هر ډول فشار پرته د ويسټ انډيز پر وړاندې پاى لوبې ته ځي او د سياليو اتلولي به ګټي. د افغانستان او ويسټ انډيز لوبډلمشرانو اصغر ستانکزي او جيسون هولډر نن د يوې خبري غونډې په ترڅ کې د سبانۍ پاى لوبې په اړه څرګندونې وکړې. اصغر ستانکزي وويل، که څه هم ويسټ انډيز ډېره پياوړې لوبډله ده، خو په وروستيو درېيو يو ورځنيو لوبو کې يې ماتې ورکړې؛ نو دغه لوبډله به تر فشار لاندې وي. د کرکټ د ملي لوبډلې مشر وايي چې هېواد وال ترې د دې سياليو کپ ګټل غواړي او دوى به تر وروستي بريده هڅه کوي چې د خپلو هېوادوالو په دعاګانو دا کپ وګټي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *