شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / پښتو ادب / غزل(پښتو ادب برخه)بلال احمد څاروان

غزل(پښتو ادب برخه)بلال احمد څاروان

غزل……

خپلو پـــردی کـــړمه، له ځانـه دې بې ځانه کړمه
وخته! مجرم دې کــړمه ورک دې له جهانه کـړمه

ما سـتا په مـــرسته د ژوندون لار لټولــه دلــــته
تا دومره وکــړل چې په ژوند دې پښېمانه کړمه

سپــېره نصیــبه! تنهايي دې را نصیب کـــړله تل
همدا دې هیلـــه وه چې زه دې بې جانانه کړمه

امن دې راشي زه پـــه شــوې تاوان نه یم خپـه
ورانه جونګړه به مې خیــر دی بیا ودانه کــړمه

ستا د یو غــږ په اورېـدو سل نور غــږونه اورم
ستا د ځار غـــږ دومره کمزوری او ناتوانه کړمه

څاروانه دومره عجیبه دوستان را کړي دي رب
نور هم نيږدې راشي چې زه ورسره ورانه کړمه

شاعر بلال احمد څاروان نه په مننې سره!

#یادونه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ټرايبل نیوز یوه آزاده ، خپلواکه او بې پلوه اداره ده چې پکې په سیاسي توګه د هر فریق نظر خپریږي خو د لیکونکي د شخصي نظر سره د ټرايبل نیوز متفق کیدل اړین نه دي که تاسو هم لیکنې خپرول غواړئ نو اړیکه راسره ونیسئ
Tribalnews201@gmail.com

يوه تبصره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *