دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د غزني بیا رغونې له پاره شل میلونه ډالر منظور شوي دي

د غزني بیا رغونې له پاره شل میلونه ډالر منظور شوي دي

نوموړي نن په غزني کې د خبرو پر مهال ویلي چې خونړۍ جګړې غزنی زیانمن کړی دی او باید د جوړولو او امنیت لپاره یې جدي هڅې وشي. دده په وینا طالبانو پر غزني ځکه داسې برید وکړ، چې د سولې په خبرو کې ډېر امتیاز خپل کړي. هغه همدا راز امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړي چې د غزني د امنیت لپاره پوره همغږي ولري او ددغه ښار د ثبات لپاره هڅې څو برابره کړي. د پوځ لوی درستیز محمد شریف یفتلي بیا ویلي، چې غزنی کاملا په امنیت کې دی او د ښار په څنډو کې د وسله والو د ځپلو په موخه چاڼیز عملیات روان دي. هغه ژمنه کړې چې په غزني کې به د ټولو تهدیداتو تر له منځه وړلو پورې چاڼیز عملیات روان وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *