جمعه , اګست 23 2019
کور / خبرونه / افغانستان / اتمر په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې برخه نه اخلي

اتمر په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې برخه نه اخلي

د افغانستان په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې یو مهم نوماند او د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر اعلان کړی چې دی په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به برخه نه اخلي. نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، د دې ټاکنو پر روڼوالي شک لري، او د افغان سولې بهیر ورته تر ټاکنو مهم دی.

محمد یونس قانوني او محمد محقق په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد حنیف اتمر دوه مرستیالان اعلان شوي وو. خو له تېرو څو ورځو راهیسې داسې ګنګوسې وې چې ګواکې په دې ټاکنیزه ډله کې خپلمنځي اختلافات رامنځته شوي دي.

د ځینو نورو ټاکنیزو ډلو برعکس د ښاغلي اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې تر دې دمه خپل ټاکنیز کمپیان هم نه و پیل کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: