دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / افغانستان / اجرایه رییس یو ځل بیا د ولسمشر غني د سولې طرحه غیر واقعي وبلله

اجرایه رییس یو ځل بیا د ولسمشر غني د سولې طرحه غیر واقعي وبلله

اجرایه رییس یو ځل بیا د ولسمشر غني د سولې طرحه غیر واقعي وبلله. اجرایه رییس په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د ولسمشر غني د سولې طرحه واقعي نه ده او هېڅ لوری د واقعي طرحې په سترګه نه ورته ګوري. دده په وینا د ولسمشر غني د سولې په نامه طرحه یوه هیله او ارمان دی چې د افغانستان روان وضعیت ته ځواب نه شي ویلی. اجرایه رییس تر دې وړاندې هم په یوه مرکه کې ویلي وو، چې د ولسمشر غني د سولې طرحه یو ارمان او هیله دی او طرحې ته نه پاتې کېږي. عبدالله ویلي چې د افغان جګړې او سیاست هېڅ ښکېل لوري هم دغه طرحه جدي نه ده نیولې او د سولې د یوه پلان په سترګه نه ورته ګوري. ارګ ددې څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې د ولسمشر غني ویاند د عبدالله د څرګندونو په اړه ویلي وو، چې د سولې د طرحې په اړه د نوموړي دریځ یو کمزوری سیاسي قضاوت دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: