دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / اردوغان:محمد مرسي قتل شوی دی

اردوغان:محمد مرسي قتل شوی دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مصر د پخواني ولسمشر محمد مرسي مړینه، قتل بللی دی او ویلي یې دي، چې اسلامي هیوادونه دې د تحقیقاتو غوښتنه وکړي. اردوغان په انقرې کې یوې غونډې ته ویلي دي چې د مرسي د قتل ضد به نړیوالې محکمې ته ورشي. هغه زیاته کړې، مرسي ٢٠ دقیقې په محکمې کې بې هوشه پروت و او هیچا هغه روغتون ته و نه رساوه. د هغه سره یې مرسته و نکړه، نو ځکه هغه قتل شوی دی. اردوغان ویلي، چې هغه به دا مسله داسې نه پریږدي او د مصر له حکومت نه به ځواب غواړي. محمد مرسي چې د مصر حکومت پرې د جاسوسۍ تور لگولی و، د قضیې د اورېدو لپاره محکمې ته راغلی و او هم هلته یې ساه ورکړه په هغه باندې د حماس ډلې لپاره د جاسوسۍ تور لگول شوی و او د ٦ کلونو نه په زندان کې و. اردوغان ویلي چې مرسي شهید دی، او د یو لوی هدف لپاره یې خپل ژوند قربان کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: