پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / افغانستان / ارزګان ولایت کې ملکي وګړي وژل شوي دي

ارزګان ولایت کې ملکي وګړي وژل شوي دي

د ارزګان ولایت د ګېزاب ولسوالۍ په خلج سیمه کې د هوایي بریدونو په پایله کې ۳۵ ملکي وګړي وژل شوي دي. د ارزګان پخواني والي امان الله تیموري ویلي چې په دې پېښه کې د نوموړي د کورنۍ د غړو په ګډون پنځه دېرش ملکیان وژل شوي دي. تیموري زیاته کړې، د ګیزاب ولسوالۍ خلج سیمه کې لومړی بهرنیو ځواکونو د طالبانو پر مرکزونو چاپې وهلي چې وروسته د طالبانو له غبرګون سره مخ شوي دي. د هغه په خبره څو شیبې وروسته د بهرنیو ځواکونو جیټ الوتکې راغلې دي او د ملکي وګړو پر کورونو یې بمباري کړې ده. ویل کېږي، په دې عملیاتو کې له پاکستانه د تازه راستانه شوي طالب قومندان ملا نصرالله په ګډون د هغه شپږ ملګري هم وژل شوي دي. د ارزګان امنیتي چارواکو بې خبرې ښودلې او طالبانو لا تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: