شنبه , مې 30 2020
کور / خبرونه / بين المللي / اروپایي هېوادونه:له ايران سره نړيوال اتومي تړون ښايي لا پسې جنجالي شي

اروپایي هېوادونه:له ايران سره نړيوال اتومي تړون ښايي لا پسې جنجالي شي

د برېتانيا لومړۍ وزيرې تيرزا مې، د فرانسې ولسمشر ايمانوئل مکرون او د جرمني صدراعظمې انگیلا مرکيل ويلي دوى انديښمن دي چې له ايران سره نړيوال اتومي تړون ښايي لا پسې جنجالي شي. له ایران سره د اټومي تړون د څلورمې کلیزې پر ورځ درې اروپايي هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړ چې د تړون خواوې دې د خپلو اقداماتو پایلې په پام کې ونیسي. له ایران سره د امریکا د ۲۰۱۵ کال تړون کې دغو درې اروپايي هېوادونو مهمه ونډه درلوده خو له دې تړونه د امریکا له وتلو وروسته او پر ایران د بندیزونو بیا لګولو سره، ددې تړون دوام تر پخوا ډېر له شک سره مخ شو. برتانیا، فرانسې او جرمني په ګډه اعلامیه کې اندیښنه ښودلې او وايي، ددې خطر شته چې د امریکا د اقتصادي فشار له امله دا هوکړه له منځه ولاړه شي او ایران هم خپلسرو فعالیتونو ته ادامه ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: