چهارشنبه , جنوري 22 2020
کور / خبرونه / بين المللي / اروپا کې توپانونو ۹ کسان وژل شوي دي

اروپا کې توپانونو ۹ کسان وژل شوي دي

په ځینو اروپايي هېوادونو کې سخت توپان پیل شوی دی چې له امله یې ۹ کسه وژل شوي دي. د راپورونو له مخې توپان د فرانسې، هسپانیا او پرتګال ځينې برخې زیانمنې کړې دي او دمګړی د برېتانیا په لور روان دی. په پرتګال کې دوه او په هسپانیا کې اووه نفره ددغه توپان له امله وژل شوي دي. په ځینو سیمو کې برېښنا پرې ښوې ده، پارکونه تړل شوي، پروازونه لغوه شوي دي او اضطراري وضعیت اعلان شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: